زرګونه وسله وال د سولې له بهیر سره یو ځای شوي

د خپريدو وخت: 12:35 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391
isaf

د ایساف چارواکو په خبره په دې وروستیو کې د ولسي کېدنې د پروګرام پر مټ د بېرته راګرځېدونکو وسله والو په شمېرو کې په چټک ډول زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې دېره نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي د افغانستان د سولې او ولسي کېدنې پروګرام په بریالیتوب سره پرمخ ځي.

د دوی په خبره په دې وروستیو کې د دغه پروګرام پر مټ د بېرته راګرځېدونکو وسله والو په شمېرو کې په چټک ډول زیاتوالی راغلی دی.

د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د سولې او ولسي کولو د ادارې مشر تورن جنرال ډېوېډ هوک بي بي سي ته د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وویل، چې له دغه پروګرام سره د یو ځای شوو وسله والو مخالفینو شمېر کابو شپږو زرو ته رسیږي.

ښاغلی هوک همداراز وايي، هغه وسله وال مخالفین چې تر اوسه له افغان دولت سره بېرته یو ځای شوي، ډېر لږ یې د طالبانو د مفکورې له مخې له دولت سره جنګېدل.

د ده په خبره اکثر یې داسې خلک دي، چې له دولته د بېلا بېلو لاملونو له کبله ناخوښ وو.

جنرال هوک وايي چې نړیوال سوله ساتي ځواکونه د سولې له بهیر سره تخنیکي مرستې کوي.

ده همداراز ژمنتیا وښوده، چې نړیوال به د خپلو ځواکونو له اېستلو وروسته هم د افغانستان د سولې او ولسي کېدنې له پروګرام سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د نوموړي په خبره نن پنځه زره او څلور څلوېښت داسې کسان لرو چې په رسمي ډول د دغه پروګرام له لارې یو ځای شوي دي او یا هم په دغه پروسه کې روان دي او اوسمهال کابو اته نیم سوه نور وسله وال مخالفان دې بهیر ته راتلونکي دي.

جنرال هوک وايي په پنځه زرو فورمونو زموږ تر سره کړې څېړنې دا ښيي، چې اتیا سلنه وسله وال د ناخوښۍ له کبله جنګیږي او دوی د دې لپاره نه جنګیږي، چې ګوندې د طالبانو پر مفکورې باور لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .