چين له افغانستان سره د امبولانس گاډو مرسته وکړه

د خپريدو وخت: 16:55 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391

چين له افغانستان سره د ۱۰۰امبولانس گاډو وړيا مرسته وکړه.

دغه امبولانسونه چې څلور ميلونه ډالره ارزښت لري په کابل کې د هغه هېواد د سفير له خوا د افغانستان روغتيا وزارت ته وسپارل شول.

اړوند افغان چارواکي وايي چې دا امبولانسونه به پۀ انډوليزه توگه د افغانستان د ټولو ولايتونو روغتونونو ته ورکړي.

روغتيايي چارواکي وايي په دې شمېر گاډو سره به په دغه هېواد کې د امبولانسونو د نشتوالي تشه تر تر يوه ځايه ډکه شي.

دغه ۱۰۰ امبولانسونه له اوس مهالو غوښتنو سره برابر پر مخ تللي او په بشپړه توگه په اړينو روغتيايي توکيو سنبال بلل شوي دي.

هغه غونډه چې په همدې تړاو د افغانستان په روغتيا وزارت کې جوړه شوې وه، په ترڅ کې يې د چين سفير شيو في هونگ چين او افغانستان دوه پخواني ملگري وبلل او هيله يې وښووله چې تر دې مرستې وروسته به هم هغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې خپلې مرستې روانې وساتي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر حفيظ الله فياض بي بي سي ته وويل چې دغه ۱۰۰ امبولانسونه څلور ميلونه ډالر ارزښت لري چې د افغانستان د بېلو ولايتونو روغتونونو ته به وسپارل شي.

افغان چارواکي وايي چې چين د دغو امبولانسو اړين توکي او پرزې هم افغانستان ته سپارلي دي.

سربېره پر دې د چينايي انجينرانو يوه ډله هم کابل ته رارسېدلې چې د دغو گاډو د جوړولو او ترميمولو په برخه کې يو شمېر افغانان هم وروزي.

افغان چارواکي وايي چې په دې شمېر امبولانسونو سره به د افغان ناروغانو د لېږدولو ستونزه د پخوا په پرتله کمه شي.

چين پخوا هم د افغانستان د روغتيا له برخې سره مرستې کړي چې د جمهوريت روغتون ودانۍ جوړول يې يوه بېلگه ده.

پخوا له يو شمېر ولايتونو څخه داسې راپورونه خپارۀ شوي وو چې گواکې روغتونونه يې اړين امبولانسونه نه لري او د ناروغانو د لېږد رالېږد په برخه کې له سختو ستونزو سره لاس او گريوان دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .