افغانستان پر پاکستاني ورځپاڼو بنديز ولگاوۀ

د خپريدو وخت: 18:31 گرینویچ - جمعه 21 سپتمبر 2012 - 31 وږی 1391

افغان حکومت په خپله خاوره کې پر ټولو پاکستانيو ورځپاڼو چورلټ بنديز ولگاوۀ.

د افغانستان د کورنيو چارو له وزارته خپرې شوې رسنيزې خبرتيا کې راغلي دي چې پاکستانۍ ورځپاڼې د وسله والو طالبانو د وياندانو بې بنسټه ادعاوې خپروي او په وينا يې په دې وروستيو کې په خپلو ليکنو کې افغان پوځ په نښه کوي او هغه څه خپروي چې د افغانانو له دود او کلتور سره په ټکر کې دي.

په افغانستان کې د سوېلي اسيا د خپلواکو رسنيو دفتر هم وايي چې گواکې په دې وروستيو کې پاکستاني ورځپاڼو هڅې پيل کړي چې افغانان حکومت ضد پاڅونونو ته وهڅوي.

د افغانستان له کورنيو چارو وزارته خپره شوې اعلاميه وايي چې پاکستانۍ ورځپاڼې د وسله والو طالبانو د يو شمېر ځانگړيو کړيو داسې ليکنې خپروي چې د افغان ولس په ذهن کې اندېښنې ټوکوي.

د وسله والو طالبانو هغه ادعاوې خپروي چې د افغان حکومت په اند پوچې او بې بنسټه دي.

کورنيو چارو وزارت بله نيوکه دا کوي چې گواکې دغه ورځپاڼې په خپلو ليکنو کې افغان امنيتي ځواکونه په نښه کوي او پر ضد يې ليکل کوي.

فغان حکومت دا هم ويلي چې د دغو ورځپاڼو ليکنې د افغانستان د دودنو، دين او کلتور سره په ټکر کې دي او د وينا د خپلواکۍ له هغو ارزښتونو سره سمون نه خوري چې په دغه هېواد کې منل شوې دي.

په کابل کې د سوېلي اسيا د خپلواکو رسنيو د بنسټ مشر ضيا بوميا بي بي سي ته وويل چې دا يوه ملي پرېکړه ده او د کورنيو چارو وزارت بايد په کې اطلاعات او کلتور وزارت هم ښکېل کړي خو دا يې ومنله چې پاکستاني ورځپاڼې د هغه په ټکو نا معياري ليکنې خپروي او گواکې افغانان حکومت ضد پاڅونونو ته هڅوي.

کورنيو چارو وزارت وايي پاکستاني ورځپاڼو له افغانانو او په ځانگړي ډول ختيځو ولايتونو کې د ولس اندېښنې پارولې وې.

ياد شوى وزارت وايي د پوليسو د لومړي زون قومندانۍ او همدا راز د ننگرهار، کونړ او نورستان امنيې قومندانيو ته يې امر او سپارښتنه کړې چې تر دې وروسته پاکستاني ورځپاڼې افغانستان ته پرې نه ږدي.

خو يو شمېر خلک وايي چې افغانستان خپله هم پياوړي ورځپاڼې نه لري او که پر پاکستانيو ورځپاڼو هم بنديز لگيږي نو دا به معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي محدودول وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .