فهیم: د افغانستان ناامني ګاونډیانو ته غځېدونکې ده

د خپريدو وخت: 11:25 گرینویچ - شنبه‬ 22 سپتمبر 2012 - 01 تله 1391

ښاغلی فهیم ګواښ کوي که د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې مرسته ونه کړي، د ناامنیو لمن به دغو هېوادونو ته هم پراخه شي.

محمد قسیم فهیم چې په کابل کې یې د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د لومړي تلین په مناسبت جوړ شوي یوې ورځنې نړیوالې غونډې ته وینا کوله، په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د سیمې د هیوادونو پر رول ټینګار وکړ.

ښاغلي فهیم په افغانستان کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو ته په خطاب کې وویل د سیمې هېوادونه که د خپلو ګټه لپاره هم وي نو باید په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي:

''د سیمې په هېوادونو کې سوله او ټیکاو په افغانستان کې بر سولې او ټیکاو پورې اړه لري. که د سیمې هېوادونو د زړه له کومې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې مرسته ونه کړي، هغوی به هم هره ورځ له بدمرغیو سره مخامخ وي.''

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال یو ځل بیا له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرو په اړه د دولت پر شرطونو ټینګار وکړ.

هغه وویل د اساسي قانون او د نویو ارزښتونو منل د سولې لپاره د دولت شرطونه دي:

وروستی مورچل

''افغان دولت باور لري او دا یې مسؤولیت هم دی چې په هېواد کې سوله راولي او دغه راز مسؤول دی چې د هغه چا په وړاندې چې جګړه غواړي، د سولې غږ نه اوري او سولې ته اماده نه دي، جګړه وکړي او د هغوی د وروستي مورچل تر ختمولو پورې هغوی وځپي او د سولې منلو ته یې مجبور کړي.''

د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني هم د سولې په ټینګښت کې د سیمې د هیوادونو پر مرستې ټینګار وکړ.

هغه وویل په افغانستان کې د ستونزو ریښه له دې هیواده دباندې ده:

''موږ په دې باور یو چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د نړې او په تېره د سیمې هېوادونو جدي مرستې ته اړتیا لري.که دا جدي همکاري نه وي نو په یقین سره ویلی شم چې د ګډوډۍ، ناامنۍ، په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې ناسم وضعیت به نور هم پراخ شي او د نورو سیمو وضعیت به هم تر پخوا له ډېر خطر سره مخامخ کړي.''

"پروسږکال په یوه ځانمرګي برید کې د برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته له طالبانو سره د سولې خبرې سړې شوي او داسې ښکاري چې په دې برخه کې هېڅ ډول هڅه نه کېږي."

په دغه غونډه د سولې لپاره پر روانو هڅو نیوکه هم وشوه. پخواني جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف پخپله وینا کې وویل له کمزوري موقف څخه د سولې لپاره هڅې به ښې پایلې ونه لري:

''که نړیوال غواړي زموږ په منځ کې سوله راولي، نو دا يې لاره ده. که موږ سرغړونه کړي وي نو په سر – سر مو دې ووهي او ومو دې ځپي، او که مخالفین سرغړونه کوي نو هغوی دې وځپي او که نورې خواوې لاسوهنه کوي نو هغوی دې وځپي. نو په دغه صورت کې بیا سوله راتلای شي، په عذر کولو نه کیږي، هرڅو مره چې زارۍ وکړو نو بیا به وايي، کمزوري شوي چې یو بل سوک یې ووهئ ختمیږي.''

پروسږکال په یوه ځانمرګي برید کې د برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته له طالبانو سره د سولې خبرې سړې شوي او داسې ښکاري چې په دې برخه کې هېڅ ډول هڅه نه کېږي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب هم د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د تړون د لاسلیک له امله له افغان دولت سره د سولې خبرې په ټپه درولې دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .