کندهاري ښځو د خپلو حقونو درناوى وغوښت

د خپريدو وخت: 17:32 گرینویچ - شنبه‬ 22 سپتمبر 2012 - 01 تله 1391

د غونډې نورو ښځينه وينا والو هم پر سولې ټينګار کاوه او و يې ويل، چې نور جګړې له زغم وتلې دي.

لسګونو کندهاريو مېرمنو د يوې غونډې له لارې له ښکېلو غاړو د جګړې درولو غوښتنه وکړه او د ټولګټو تاسيساتو د ساتنې په موخه يې د ولسي ځواک پر جوړېدو ټينګار وکړ.

دغه مېرمنې په کندهار کې د سولې ورځې د لمانځلو په لړ کې را غونډې شوې وې، چې د کندهار والي توريالي ويسا او نورو چارواکو هم په کې ګډون کړى وو.

د کندهار والي وويل:"هره مور دې خپل زوى، هره خور دې خپل ورور او هره مېرمن دې خپل خاوند له جګړې، وران کارۍ او ناقانونه کړنو راوګرځوي او په سوله کې ژوند کولو ته دې يې وهڅوي".

ښاغلي ويسا پر وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ، چې د جګړې پر ځاى دې د سولې په فضا کې قانوني سياسي مبارزه وکړي.

د هغه په خبره، ګڼ شمېر ځوانان د بد اقتصاد او بې روزګارۍ له امله وران کاريو ته مخه کوي او د پيسو په بدل کې د پرديو په لمسون ټولګټي تاسيسات ورانوي.

په کندهار کې د سولې د ولايتي کمېټې غړې مېرمن شاهدې حسين وويل، ښکېلې غاړې بايد د اسلامي، انساني او بشري احساس له مخې له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.

د سولې د شورا يوې غړې جميلې بیا وويل، له يوې خوا دغلته د لوستو مېرمنو ونډه ډېره کمه ده، خو په جګړو کې د نارينه وو تر څنګ دغه راز ښځينه وو هم خپل ژوند له لاسه ورکړى، چې د ټولنې لپاره لوى زيان دى.

هغې پر ښکېلو غاړو د سولې غږ وکړ او له ملګرو ملتونو او امنيت شورا يې وغوښتل، چې په هېواد کې د سولې لپاره رښتينې هڅې وکړي.

د غونډې نورو ښځينه وينا والو هم پر سولې ټينګار کاوه او و يې ويل، چې نور جګړې له زغم وتلې دي.

د کندهار د ښځو چارو رييسې مېرمن رقيې اڅکزۍ د غونډې په پاى کې پرېکړه ليک ولوست، چې په کې پر ښکېلو غاړو د جګړې د درولو غږ شوى او غوښتنه شوې چې د سولې د خبرو لپاره دې په کور دننه او بهر باوري شرايط برابر شي.

په دغه پرېکړه ليک کې راغلي چې د جګړې دواړه لوري دې د مېرمنو د حقونو درناوى وکړي او خلک دې د شر اچوونکو، د پوهې ضد کسانو او د ټولګټو تاسيساتو د ورانوونکو پر خلاف ولسي ځواک جوړ کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .