کرزي د پښتونخوا له مشرانو سره وليدل

د خپريدو وخت: 17:56 گرینویچ - شنبه‬ 22 سپتمبر 2012 - 01 تله 1391

د پښتونخوا دواړه مشران ښاغليو اڅکزى او استفنديار ولي خان له ولسمشر کرزي سره ښې اړيکي لري او ډېر کله سره ويني.

په کابل کې ولسمشر حامد کرزي له پښتونخوا ورغليو ملت پالو مشرانو سره وليدل او له هغوى څخه يې مننه وکړه چې د برهان الدين رباني د تلين په مناسبت جوړ شوي نړيوال کانفرانس ته ورغلي دي.

ولسمشر کرزي د پښتونخوا د ملتپالو ګوندونو له مشرانو سره د سيمې په اوسنيو حالاتو، په هر اړخيزه توګه خبرې کړې دي.

په کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي چې حامد کرزي د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي او د ملي عوامي ګوند له مشر اسفنديار ولي خان سره، د شنبې په ورځ (سپتمبر/۲۲) په ارګ کې کتلي دي.

سرچينه کاږي، چې په دغې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه هر اړخيزې خبرې اترې کړې دي.

ولسمشر کرزي يادو دواړو مشرانو ته کابل، ته د هغوى د سفر له امله ښه راغلاست ويلى او د استاد برهان الدين رباني د مړينې د تلين په اړه په جوړ شوي نړيوال کنفرانس کې يې د هغوی د ګډون له امله مننه کړې ده.

د يادولو ده، چې پخوانى ولسمشر، د سولې د عالي شورا رييس او د جمعيت اسلامي د ګوند مشر برهان الدين ربانې تېر کال د وږي په ٢٩مه، په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ووژل شو.

د پښتونخوا دواړه مشران ښاغليو اڅکزى او استفنديار ولي خان له ولسمشر کرزي سره ښې اړيکي لري او ډېر کله سره ويني.

اسفنديار ولي په خپله صوبه خيبر پښتونخوا کې د وسله والو طالبانو له گواښونو او بريدونو سره مخامخ دى.

د ولسمشر کرزي په څېر هغه هم له طالبانو سره د روان تاوتريخوالي سوله ييز حل غوره بولي خو تر اوسه پرې بريالى شوى نه دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .