کابل کې سیاسي ګوندونو د همکارۍ ګډه شورا جوړه کړه

د خپريدو وخت: 10:49 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391
د ګډې شورا غونډه

د سیاسي ګوندونو یو شمېر غړو ویل راتلونکو ټاکنو ته د تیاري برخه کې د حکومت ناراستي ته په کتو سره دوی ته دا تشویش پیدا شوی چې ګواکې ټاکنې به په خپل وخت ترسره نه شي.

په پلازمېنه کابل کې یو شمېر سیاسي ګوندونو سره یو ځای د همکارۍ یوه شورا جوړه کړه او له حکومته غوښتنه وکړه چې د راتلونکو ټاکنو په وړاندې پرتې ستونزې دې لرې کړي.

دغو ګوندونو نن په پلازمېنه کابل کې په یوې ګډې ناستې کې اندېښنه وښووله چې ټاکنې به په خپل ټاکلي وخت ترسره نه شي.

د حق او عدالت ګونډ ویاند حمید الله فاروقي راته وویل چې لخ قانون او اصولو د چارواکو سرغړونو د سیاسي ګوندونو ترمنځ پر ټاکلي وخت د ټاکنو د نه ترسره کېدو په برخه کې اندېښنې پیدا کړي دي.

ښاغلي فاروقي وویل چې د ټاکنو په قانون کې جدي ستونزې شته او تېرو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو زموږ دیموکراتیک ارزښتونه او اساسي قانون تر پوښتنې لاندې راوستل او د نظام مشروعیت ته یې یو ګواښ جوړ کړ.

خو د ټاکنو په قانون کې اساسي ستونزې څه دي؟

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا مشر جانداد سپین غر راته وویل د ټاکنو د کمیسیون د بې پرېتوب او مسلکي والي لپاره په دغه قانون کې هېڅ تضمین نه شته.

په افغانستان شلو سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا په جوړولو سره د راتلونکو ټاکنو په اړه خپلې اندېښنې په ډاکه کړې.

دغه راز غوڼډه کې د شلو سیاسي ګوندونو استازو د دموکراسۍ منشور په لاسلیکولو او خپرولو سره پر حکومت غږ وکړ چې د رڼو ټاکنو د سره کولو لپاره دې برېښنايي تذکرې ووېشي، د رای ورکوونې سیستم دې کمپیوټري کړي، د ټاکنو امنیت دې ټینګ کړي او په ټاکنو کې دې د لاسوهنې مخنیوی وکړي.

په افغانستان کې د شلو سیاسي ګوندونونه جوړه شوې شورا په داسې حال د ټاکنو پر ټاکل وخت د نه ترسره کېدو او د ټاکنو د رڼښت په اړه اندیښنه ښيي چې ولسمشر حامد کرزي او نړیوالې ټولنې په وار وار سره ويلي چې ټاکنې به ټاکلي وخت ترسره شي او افغان حکومت هم ويلي چې د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .