وکیلان پوهنتون ته د رباني له نوم سره مخالف دي

د خپريدو وخت: 16:26 گرینویچ - 23 سپتمبر 2012 - 02 تله 1391

معترضو محصلینو ويل "موږ پوهنتون غواړو ګوند نه"!.

د افغانستان د ولسي جرګې د دیني، کلتوري، پوهنې او لوړو زده کړو چارو کمیسون د هغو محصلینو ملاتړ کړی چې د ښوونې او روزنې پوهنتون نوم د پروفیسر برهان الدین رباني پوهنتون په نامه اړولو پر ضد یې اعتراض کړی دی.

دغه کمیسون وايي، تر اوسه لا د دې وخت نه دی، چې د هغو کسانو نومونه پر اکاډمیکو ځایونو کېښول شي چې د افغانستان په کورنیو جګړو کې یې لاس لاره.

د یاد کمیسون مشر دغه څرګندونې هغو محصلینو ته په ځواب کې وکړې چې د دې ستونزې د حل لپاره یې د افغانستان له ملي شورا څخه غوښتې وه.

معترضو محصلینو د خپل اعتراض په دویمه ورځ د افغانستان د ملي شورا ودانۍ مخکې ولاړ وو او دا شعار یې وایه چې "موږ پوهنتون غواړو ګوند نه"!.

دوی ویېل، د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسمشر نه شي کولای د سیاسي مصلحتونو له امله د اکاډمیکو مرکزونو نومونه بدل کړي.

اعتراض کوونکو د پرون په څېر ټینګار کاوه، چې د تعلیم و تربیې پوهنتون نوم د برهان الدین رباني پوهنتون په نامه اړول یو سیاسي خوځښت دی او د محصلینو تر منځ به د تفرقې د پیدا کېدو لامل شي.

خو د محصلینو هغه ډله چې د دغه پوهنتون د نامه د بدلولو په اړه د حکومت د دغه ګام ملاتړ کوي، وایي چې برهان الدین رباني یو "ملي شخصیت" وو او په خبره یې دا ښه ده، چې یاد پوهنتون د ده په نامه ونومول شي.

معترض محصلین کابو دوه ساعته د ملي شورا په مخکې ولاړ وو او د شورا له غړو یې غوښتنه کوله چې یاد پوهنتون په خپل پخواني نامه د ښوونې او روزنې پوهنتون نومولو کې ورسره مرسته وکړي.

د ولسي جرګې د دیني، کلتوري، پوهنې او لوړو زده کړو چارو کمیسون غړي وايي چې دغه مساله به سبا د جرګې په عمومي غونډه کې مطرح کړي او جرګه وال به یې په اړه پرېکړه وکړي.

د دغه کمیسون مشر کمال ناصر اصولي وویل، اوس د دې وخت نه دی چې اکاډمیک ځایونه د هغو خلکو په نامه شي چې په کورنیو جګړو کې یې لاس لاره.

اعتراض کوونکو محصلینو وویل، تر هغې به خپل اعتراضونه روان وساتي، چې غوښتنه يې نه وي منل شوې.

د ښوونې او روزنې پوهنتون شاوخوا څلور ورځې وړاندې د افغانستان د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د وژل کېدو د لومړۍ کلیزې سره هم مهال د ده په نامه ونومول شو.

د افغانستان د چارو د ادارې ویاند رفیع فردوس وايي د اساسي قانون له مخې د افغانستان ولسمشر د هر دولتي بنسټ د نوم د بدلولو صلاحیت لري او په خبره یې دا پرېکړه د برهان الدین رباني د هغو چوپړونو پر بنسټ شوې، چې د سولې په لار کې یې کړي وو.

د ښوونې او روزنې پوهنتون، چې اوس د برهان الدین رباني په نامه نومول شوی، شاوخوا شپږ زره محصلین لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .