فضل احمد فقیریار د 'دروغو' ویلو په تور نغدي جریمه شو

د خپريدو وخت: 11:35 گرینویچ - دوشنبه 24 سپتمبر 2012 - 03 تله 1391
فقیریار

ښاغلی فقیریار د محکمې له پرېکړې ناراضه ښکارېده او ویل یې چې د یوې بلې محکمې غوښتونکی دی.

د کابل یوې استیناف محکمې مخکنی مرستیال لوی څارنوال فضل احمد فقیریار د دروغو ویلو په جرم پنځلس زره افغانۍ نغدي جریمه کړ.

فضل احمد فقیریا دوه کاله مخکې ادعا کړې وه، چې د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا ددې لامل شوی، چې د هېواد ۵۰۰ زره ډالر د لېږد یوه بهرني شرکت جیب ته ولوېږي او بېرته راونه ګرځي.

خو د ښاغلي سپنتا وکیل ادعا کړې ده، چې ښاغلي فقیریار له ځینو بهرنیو او کورنیو رسنیو سره په څرګندونو کې د ښاغلي سپنتا شخصیت ته زیان رسولی دی.

خو ښاغلی فقیریار پر خپلو خبرو ولاړ دی او وايي چې د محکمې له پرېکړې راضي نه دی.

دغې علني محاکمې ته ښاغلی فقیریار او د سپنتا وکیل احمد فرید عرب زی هم ورغلي وو.

د فضل احمد فقیریار او رنګین دادفر سپنتا قضیه پر ۱۳۸۶ هجري لمریز کال پورې تړاو لري، چې هغه وخت ښاغلی سپنتا د بهرنیو چارو وزیر و.

د ښاغلي سپنتا وکیل وايي، چې ښاغلي فقیریار له تقاعد او د دندې له پرېښودو وروسته برسنیو ته ښاغلی سپنتا د فساد په یوه قضیه کې ښکېل بللی دی، چې د ښاغلي عرب زي په وینا دا قضیه له ښاغلي سپنتا سره هېڅ تړاو نه لري.

خو ښاغلي فقیریار د محاکمې پرمهال وویل، هرڅه یې چې ویلي اسناد پرې لري او له خپل ځانه دفاع کوي.

د محکمې د ناستې په پای کې، ګمارل شوو قاضیانو ښاغلی فقیریار په دروغو تورن کړ او وویل چې پنځلس زره افغانۍ باید نغدي جریمه ورکړي.

خو ښاغلی فقیریار د محکمې له پرېکړې ناراضه ښکارېده او ویل یې چې د یوې بلې محکمې غوښتونکی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .