ناټو: یو د بل ښه پیژندنه به خپلمېنځي بریدونه کم کړي

د خپريدو وخت: 17:57 گرینویچ - دوشنبه 24 سپتمبر 2012 - 03 تله 1391

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ بهرني ځواکونه وايي د افغان او بهرنيو پوځيانو ترمنځ يې د کلتوري پوهاوي د ډېرېدو لپاره نور اقدامات پيل کړي چې د کورنيو عسکرو له خوا پر هغوى بريدونه راکم کړي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ بهرني ځواکونه وايي د افغان او بهرنيو پوځيانو ترمنځ يې د کلتوري پوهاوي د ډېرېدو لپاره نور اقدامات پيل کړي چې د کورنيو عسکرو له خوا پر هغوى بريدونه راکم کړي.

د سږکال تر دې مهاله تر ٥٠ ډېر بهرني پوځيان د افغان عسکرو له خوا وژل شوي دي. همدا موضوع په افغانستان کې د ناټو لپاره په يوې ننگونې اوښتې ده.

د بي بي سي خبريال انبراسن اتيراجان په دې اړه له کابله په خپل رپوټ کې وايي:

پر داسې مهال چې د ناټو په مشرۍ ځواکونه د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې د طالب اورپکو پر ځپلو بوخت دي، دننه په کور ورته لويه لانجه جوړه شوې ده. دا لانجه د کورنيو بريدونو ډېرېدل دي چې افغان عسکر په کې توپکې پر خپلو بهرنيو روزونکو او پوځيانو راگرځوي.

څلور کاله دمخه په داسې پېښو کې يوازې يو يا دوه بهرني عسکر وژل شوي وو. سږکال دغه شمېر لا همدا اوس ٥١ ته رسېدلى دى.

که څه هم طالبان دغه بريدونه خپل کار بولي، خو پوځي چارواکي وايي ډېره برخه يې د کلتوري ناسم پوهاوي، شخصي شکايتونو او د جگړې په ډگر کې د ستړياوو زېږنده ده.

په کابل کې د ناټو يوه جگپوړي وياند بريد جنرال گونتر کاڅ بي بي سي ته وويل چې د دې ستونزې د غوڅولو لپاره اضافي گامونه پورته شوي دي:

"موږ په دواړو خواوو کې له کلتورونو خبريدل پياوړي کړي. د افغان لوري لپاره مو د ساري په توگه، همدا اوس يو کتاب خپور کړى چې په ښکاره ډول د دواړو لورو کلتوري توپيرونه روښانوي. ځينې کارونه شته چې په لوېديځ کې عادي بلل کېږي، خو افغانانو ته بد ايسي او يا په کې بند دي او يا د دې پر عکس."

د دننيو بريدونو تر ډېرېدو وروسته، د ناټو په مشرۍ ځواکونو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له افغان ځواکونو سره د گډو گزمو شمېر کموي او يوازې لوى عمليات به يو ځاى ترسره کېږي.

خو جنرال کاڅ ټينگار درلود چې وروستۍ پرېکړې يې د طالبانو خلاف روانه جگړه نه ده اغېزمنه کړې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .