د سیمه ییزو پولیسو واکونه به ډېر کړل شي

د خپريدو وخت: 12:04 گرینویچ - پنجشنبه 27 سپتمبر 2012 - 06 تله 1391
localpolice

د سیمه ییزو پولیسو د ستونزو په اړه داسې مهال خبرې کیږي، چې په ځینو سیمو کې له دغو پولیسو شکایتونه کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په پام کې لري چې د سیمه ییزو و پولیسو واکونه ډېر کړي.

د کورنیو چارو وزیر پر دغه پوست له ټاکل کېدو وروسته خپله لومړنۍ غونډه د سیمه ییزو پولیسو په اړه د شته ستونزو څېړولو ته ځانګړې کړې وه.

د سیمه ییزو پولیسو د ستونزو په اړه داسې مهال خبرې کیږي، چې په ځینو سیمو کې له دغو پولیسو شکایتونه کیږي.

مجتبی پتنګ ومنله چې د سیمه ییزو پولیسو د تجهیزاتو او اعاشې په برخو کې ستونزې شته او زیاته یې کړه چې د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره یې له نړیوالې ټولنې سره خبرې کړي دي.

په پلازمېنه کابل کې د کورنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي د دې لپاره راټول شوي وو چې د سیمه ییزو پولیسو په جوړښت او استخدام کې شته ستونزې وڅېړي او د حل لارې چارې یې ومومي.

د استخدام د پروسې څېړنه

د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ وايي، د سمیه ییزو پولیسو په استخدام کې د ستونزو له څېړلو وروسته به د دغو پولیسو واکونه ډېر کړي.

د نوموړي په خبره" موږ هڅه کوو چې د دوی د استخدام پروسه رڼه شي چې د دولت مخالف وسله وال د دوی لیکو ته لار ونه مومي."

ښاغلي پتنګ وویل، سیمه ییز پولیس د نا امنو سیمو د امنیت د ټینګولو لپاره جوړ شوي خو د تجهیزاتو او اعاشې په برخه کې ستونزې لري چې د ده په وینا د لرې کولو لپاره یې له نړیوالې ټولنې سره په خبرو بوخت دی.

"د سیمه ییزو پولیسو د استخدام په پروسه کې یو شمېر ستونزې شته، د دغو ستونزو له ارزولو وروسته به موږ د هغوی واکونه او مسوولیتونه ډېر کړو، دوی اوس قانون نه شي پلي کولی او یوازې له خپلو سیمو نه د دفاع مسوولیت په غاړه لري."

مجتبی پتنګ

د نوموړي په وینا په یو شمېر ولایتونو کې له سیمه ییزو پولیسو نه د ساتونکو په توګه کار اخیستل کیږي او ټینګار یې وکړ چې دغه پولیس به بېرته خپلو دندو ته راستانه کړای شي.

د کورنیو چارو وزارت مني، چې په یو شمېر سیمو کې خلک له سیمه ییز پولیسو نا خوښه دي، چې په وینا یې لامل یې د دغو پولیسو له نوم نه د نا مسوولو وسله والو ګټه اخېستل دي.

ښاغلي پتنګ زیاته کړه، د وزارت څارګرې څانګې د هغو کړیو د نیولو هڅه کوي چې سیمه ییز پولیس بد ناموي.

که څه هم د افغانستان د شمال په یو شمېر ولایتونو کې د سیمه ییزو پولیسو له خپلسرو کړنو شکایتونه کیږي، خو د کورنیو چارو و زیر وايي د دغو پولیسو په ګمارلو سره په یو شمېر سیمو کې امنیتي حالت ښه شوی دی.

اوسمهال د سیمه ییزو پولیسو تشکیل د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۳۸ ولسوالیو لپاره منظور شوی او په ۸۵ ولسوالیو کې په عملي توګه فعالیت لري چې ټول شمېر یې تر ۱۷ زرو تنو ډېر دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .