"د ټاکنو کمېسيون په مسودې کې بدلون پکار دى"

د خپريدو وخت: 14:59 گرینویچ - پنجشنبه 27 سپتمبر 2012 - 06 تله 1391

مدني ټولنې وايي، په مسوده کې د دغې کمېټې ټول غړي دولتي استازي ښوول شوي دي.

په افغانستان کې د مدني ټولنو یو شمېر بنسټونه اندېښنه ښیي چې د ټاکنو کیمسیون په نوې مسوده کې له ښو بدلونونو سره سره داسې برخې هم شته چې تعدیل ته اړتیا لري.

د دغو ټولنو یوه اندېښنه دا ده، چې له نامسووله وسله والو ډلو سره د نوماندانو د تړاو څېړنه باید د حکومتي ارګانونو ترڅنګ مدني ټولنه او ملګري ملتونه هم وکړي.

مدني ټولنې دا اندېښنه هم لري، چې په نوې مسوده کې د ټاکنو د مهال وېش ځنډول او را مخکې کولو د حکومت له واکونه څخه دي او وايي، چې مدني ټولنه هم باید په دې ډول پرېکړو کې برخه ولري.

د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونه وايي، د ټاکنو کمیسیون د نوې مسودې له څېړنو وروسته دې پایلې ته رسېدلي، چې د مثبتو ټکو ترڅنګ داسې برخې هم لري، چې باید د دوی په ټکو تعدیل شي.

د مدني ټولنو غړي د هغې کمېټې په اړه اندېښنه لري، چې له نا مسوولو وسله والو ډلو سره د اړیکو لرلو په اړه د نوماندانو څېړنه کوي.

مدني ټولنې وايي، په مسوده کې د دغې کمېټې ټول غړي دولتي استازي ښوول شوي دي.

پرتو نادري، چې د افغانستان د مدني ټولنې غړی دی وايي، د دغې پروسې د روڼوالي لپاره د مدني ټولنو او ملګرو ملتونو استازو ته دې هم په دغه کمېټه کې د غړیتوب برخه ورکول شي.

د ټاکنو کمیسیون په نوې طرحه کې بله ماده، چې مدني ټولنه یې اندېښمنه کړې، د ټاکنو د مهال ځنډول یا را مخکې کول دي.

د افغانستان مدني ټولنې وايي، په هغه جرګه ګۍ کې، چې د ټاکنو د ځنډېدو یا را مخکې کېدو واک لري، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او دا رانګه د ملي امنیت ریاست، د ټاکنو خپلواک کیمسیون او له طبعي پېښو سره مبارزې اداره برخه لري.

ښاغلی نادري وايي، د دغې مادې پربنسټ واکمنه سیاسي ډله کولی شي په قانوني ډول د ټاکنو مهال وېش په خپله خوښه را مخکې او یا هم وځنډوي.

د افغانستان د مدني ټولنې غړي دا رنګه غوښتنه کوي، چې د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو د زده کړې کچه دې تر لېسانس پورې لوړه شي خو د ټاکنو په نوې مسوده کې دغه کچه یوازې تر ۱۲ ټولګي پورې ښوول شوې ده.

د نوماندانو له خوا په ټآکنیزو کمپيانونو کې د لګښت محدودول بل هغه څه دي، چې مدني ټولنې یې غوښتنه کوي.

ټاکل شوې مدني ټولنې خپلې غوښتنې راتلونکې اوونۍ د افغانستان عدلیې وزارت ته وسپاري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .