کابل اسلام اباد پر ستراتيژيک سند خبرې پيلوي

د خپريدو وخت: 14:10 گرینویچ - پنجشنبه 27 سپتمبر 2012 - 06 تله 1391

د کابل په وينا ښاغليو کرزي او زرداري د دواړو هېوادونو د اړيکو د لا پياوړي کولو لپاره د برتانيا رغنده رول وستايۀ.

د افغانستان پر وخت د چارشنبې په ورځ (د سپتمبر/ ٢٦) ناوخته د دغه هېواد ولسمشر حامد کرزى، د انګلستان لومړى وزير ډېوېډ کمېرون او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په نيويارک کې سره ټول شوي وو.

کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي غونډې په سيمه کې د سولې، ثبات او روان وضعيت، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو په اړه او د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې پر څرنګوالي خبرې وکړې.

افغان چارواکي وايي حامد کرزي د پاکستان له ولسمشر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا پياوړتيا په خاطر د ۲۰۱۳ کال تر پايه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون د مسودې پر بشپړاوي هوکړه وکړه.

په دې درې اړخيزه ناسته کې د انګلستان لومړي وزير ډېوېډ کمېرون ژمنه وکړه چې هېواد به يې په دې برخه کې د افغانستان او پاکستان د روانو هڅو ملاتړ وکړي.

د کابل په وينا ښاغليو کرزي او زرداري د دواړو هېوادونو د اړيکو د لا پياوړي کولو لپاره د برتانيا رغنده رول وستايۀ.

ښاغلي زرداري په دغه ناسته کې ويلي چې پاکستان ته د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي د ورتګ په تمه دى او دغه گام يې د سولې د بهير د پرمختګ لپاره مهم وباله.

افغان چارواکي وايي دغې درې اړخيزې غونډې پرکېړه وکړه چې د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران به د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند په اړه د بحثونو د دوام په خاطر او د دغه بهير د پرمختګ د ارزونې په هيله په نژدې راتلونکي کې سره وويني.

افغانستان د هند په گډون له گڼو هېوادونو سره ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي دي.

له پاکستان سره د دغه سند توکي لا بشپړ شوي نه دي او څرگنده نه ده چې کومې خبرې به په کې ځاى شوې وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .