ناټو له افغان ځواکونو سره گډ پوځي عمليات پيلوي

د خپريدو وخت: 07:42 گرینویچ - جمعه 28 سپتمبر 2012 - 07 تله 1391
nato

د روان ۲۰۱۲ کال له پیل راهېسې د افغان پوځ له لورې شاوخوا پنځوس بهرني سرتیري وژل شوي دي

دامريکا د دفاع وزير ليون پنېتا ويلي دي چې ناټو له افغان ځواکونو سره خپل گډ پوځي عمليات له سره پيلوي.

دغه اعلان يوه اوونۍ وروسته له هغه کېږي چې د افغان پوځيانو له لوري پر خپلو بهرنيو ملګرو د بريدونو د زیاتېدو له امله ناټو د افغان ځواکونو له کوچنیو ډلګيو سره خپل ګډ پوځي عمليات وځنډول.

د امريکا د دفاع وزارت په دې اړه جزييات نه دې ورکړي چې په کومه کچه به له افغان ځواکونو سره ګډ عمليات ترسره کېږي، خو ښاغلي پنېتا ويلي دي چې په افغانستان کې مېشت زیاتره ځواکونه له خپلو افغان ملگرو سره گډ عمليات پرمخ بيايي.

تېره اوونۍ په افغانستان کې دېره ناټو ځواکونو پرېکړه کړې وه، چې افغان او ائتلافي ځواکونه به يوازې په لویو پوځي خوځښتونو کې په گډه برخه اخلي ، خو په کوچنيو هغو کې به دوی له خپلو سترو قومندانانو اجازه اخېستو ته اړ وي.

"بهرنیان د ترهګرۍ په وړاندې جګړې کې له افغانانو سره د مرستې په موخه راغلي، خو کله چې افغانان پر دوی بریدونه کوي او مرګ ژوبله ور اړوي، شرم نه دی؟"

شیرمحمد کریمي

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن هم هغه مهال په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د وروستۍ پرېکړې ننګه وکړه چې ویل یې، له افغان ځواکونو سره به خپل گډ پوځي عمليات محدود کړي.

ښاغلي راسموسن ویلي و دغه ګام يې د لنډ مهال لپاره پورته کړي دى.

بل لور ته د افغانستان د دفاع وزارت ویلي و، ښايي له افغان پوځ سره د پوځي ټولیو تر کچې د ناټو د ګډو عملیاتو محدودول د افغان سرتیرو له لوري پر ناټو پوځیانو د بریدونو د کچې په کمولو کې پام وړ اغېز وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د افغان پوځ په لاسونو د بهرنیانو وژل د افغان حکومت لپاره یو لوی شرم او عار ګڼي، داسې چې د لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي په خبره، بهرنیان د ترهګرۍ په وړاندې جګړې کې له افغانانو سره د مرستې په موخه راغلي، خو کله چې افغانان پر دوی بریدونه کوي او مرګ ژوبله ور اړوي، شرم نه دی؟

د روان ۲۰۱۲ کال له پیل راهېسې د افغان پوځ له لورې شاوخوا ۵۰ بهرني سرتیري وژل شوي دي، چې د دواړو غاړو ترمنځ یې شته اعتبار ته هم دروند زیان رسولی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .