افغانستان سږ کال له بهره غله نه اخلي

د خپريدو وخت: 15:42 گرینویچ - جمعه 28 سپتمبر 2012 - 07 تله 1391

د تېر کال په پرتله سږ کال د غلو دانو په حاصل کې نژدې دوه میلیونه ټنه ډېروالی راغلی دی.

د افغانستان د کرنې وزرات چارواکي وايي د غلې د اړتیا له پلوه په کور بسیا کېدو ته نژدې شوي دي، او په روان کال کې به له بهره به ډېره لږه غله هېواد ته وارد کړي.

د تېر کال په پرتله سږ کال د غلو دانو په حاصل کې نژدې دوه میلیونه ټنه ډېروالی راغلی دی.

د چارواکو په وینا د مېوو او سبزیو په حاصلاتو کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی چې دوی یې لامل د اوبو ډېر والی، اصلاح شوي تخمونه او د کر کیلې د نویو او عصري میتودونو پلي کول بولي.

له یو شمېر طبیعي پېښو لکه پرله پسې بارانونو او سېلابونو سره سره روان کال د غلو دانو، مېوو او سبزیو له پلوه یو ښه او ښېرازه کال وو چې د چارواکو په وینا د کمیت او کیفیت له پلوه کرنیز محصولات ډېر شوي دي.

د افغانستان د کرنې وزارت د ترویج او کرنې د پراختیا لوی رییس پوهنمل حکم خان حبیبي په وینا د ۲۰۱۱ کال په پرتله یوازې د غنمو په حاصل کې نژدې ۳۰ سلنه ډېر والی راغلی دی چې په دې سره به له بهره د غلې واردولو ته پراخه اړتیا نه وي.

ښاغلی حبیبي زیاتوي په افغانستان کې د وګړو د شمېر له مخې هر کال شپږ اعشاریه اووه میلیون ټنه غلې ته اړتیا وي نو په دې سره به په روان کال کې یوازې ۴۰۰۰۰۰ټنه غله له بهره وارد کړي.

د افغانستان د غلو په برخه کې د للمیو تولید هم ډېر مهم او د اړتیا یوه ستره برخه پوره کوي.

د ښاغلي حبیبي په وینا په روان کې کال د للمي غنمو حاصل هم د تېر کال په پرتله ډېر ښه او نژدې پنځه برابره ډېر و.

د کندهار اوسېدونکی شاه ولي وايي د پاکستاني غنمو او اوړو په پرتله په هېواد کې دننه تولید شوي غنم ډېر ښه دي نو ځکه یې بیه هم ګرانه ده او ښه بازار یې هم ښه دی.

خو د کابل د منډيي هټۍ وال توریالی په هېواد کې دننه د تولید شوې غلې بیه د بهرنیو هغو په پرتله لوړه ده او بل د وارد شویو اوړوو په څېره په ښه توګه نه اوړه کیږي نو ځکه بازار دومره تود نه دی او پر ځای یې پاکستاني او قزاقي اوړه ډېر پلورل کیږي.

د بلخ ولایت د چاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی نصرالدین بیا وايي د کال په پیل کې بارانونه نه و، خو وروسته چې بارانونه ډېر شول نو د دوی حاصلاتو ته یې زیان ورساوه.

د کرنې وزارت د ترویج او کرنې د پراختیا لوی رییس پوهنمل حکم خان حبیبي وايي دوی د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پر بزګرانو زرګونه ټنه اصلاح شوي کرنیز تخمونه ویشلي دي، چې په روان کې یې د حاصلاتو د ډېروالي یو مهم لامل هم بولي.

د ننګرهار ولایت د کامې ولایت اوسېدونکی سید احمد بیا وايي د دوی په سیمه کې بزګرانو له اصلاح شویو تخمونو ګټه اخیستې چې په وینا یې له برکته یې د کروندګرو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی هم راغلی دی.

د افغانستان د کرنې وزرات د چارواکو په وینا په روان کال کې د سبزیو په حاصل کې له څلورو څخه تر پنځه سلنې او د مېوو په حاصل کې هم پنځه سلنه ډېروالی راغلی دی.

په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان په کرنیزو چارو کې ستر بدلونونه راغلي دي چې د کیفیت او کمیت له پلوه یې ډېرې مثبتې اغېزې لرلي دي.

د شنونکو په آند که دا بهیر همداسې دوام وکړي نو لېرې نه ده چې له بهر څخه د غلو دانو واردولو اړتیا له منځه ولاړه شي او د کرنیزو محصولاتو له پلوه په کور دننه بسیا شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .