افغان زلمی له لندنه کابل ته پر بایسکل رسېدلی

د خپريدو وخت: 11:16 گرینویچ - شنبه‬ 29 سپتمبر 2012 - 08 تله 1391
نورزی

ښاغلی نورزی وايي ، له ۱۷ هېوادونو تېر شوی او د سفر پرمهال یې ډیرې خوږې او ترخې شېبې هم تېرې کړي دي.

په لومړي ځل یوه افغان زلمی له لندنه تر کابله پر بایسکل سفر کړی او دغه واټن یې نژدې په دریو کې میاشتو طی کړی دی.

محمد وليد نورزی وايي، د دغه اوږد واټن طی کولو موخه یې دا وه، چې نړۍ ته د افغانستان حالت په ډاګه کړي او ورته وايي، چې افغانستان یوازې د ترهګرو، جګړو او نشه یې توکو ځای نه دی.

محمد ولید نورزی ۲۹ کاله عمر لري، په ونه لوړ خو ډېر چاغ نه دی.

دی وايي نړيوالو ته د افغانستان د پېژندلو په موخه یې له لندن تر کابله نژدې نهه زره کیلومټره و اټن پر بایسکل طی کړی دی.

ښاغلی نورزی وايي ، چې په خپل درې میاشتني سفر کې له اوولسو هېوادونو تېر شوی دی.

محمد وليد له تېرو دوولسو کلونو راهیسې په برتانیا کې اوسېږي او هلته یې د لیسانس تر کچې په انجینرۍ برخه کې زده کړې هم کړي دي.

په تیرو څو کلونو کې یو شمیر نورو افغانانو هم پر باسیکل دغه ډول اوږد سفرونه کړي دي خو ښاغلی نورزی لومړنی افغان دی، چې له لندنه تر کابله پر باسیکل سفر کړی دی.

دی وايي، په دغه اوږد سفر کې له سختو ننګونو سره هم مخامخ شوی او د بېلګې په ډول د قزاقستان هغه لاره یادوي، چې ۳۰۰ کیلومتره واټن یې پر داسې مهال طی کړی، چې هېڅوک یې په دریو ورځو کې نه دي لیدلي.

ښاغلي نورزی وايي، د دغه سفر موخه یې نورو هېوادونو ته د افغانستان ورپېژندل و او دغه لړۍ به همداسې نورو وچو ته هم روانه وساتي.

په تېرو څو کلونو کې یو شمېر نورو افغانانو هم پر باسیکل دغه ډول اوږد سفرونه کړي دي خو ښاغلی نورزی لومړنی افغان دی، چې له لندنه تر کابله پر بایسکل سفر کړی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .