د محصلینو اعتراض د ولسي جرګې غونډه لغوه کړه

د خپريدو وخت: 10:12 گرینویچ - شنبه‬ 29 سپتمبر 2012 - 08 تله 1391
مظاهره

محصلینو ګواښ وکړ، که چېرې یې غوښتنې ونه منل شي، پخپله به د ښوونې او روزنې د پوهنتون نوې لوحه لیرې کړي.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون سلګونه ښځينه او نارینه قهرېدلي محصلین د پارلمان مخې ته راغونډ شوي وو او له حکومته یې جدي غوښتنه دا وه چې د دوی غوښتنې ومني.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون سلګونه ښځینه او نارینه محصلین د ولسي جرګې ودانۍ مخې ته راغونډ شوي وو او وکیلان یې جرګې ته د ننه نه پرېښودل.

د قهرېدلو محصلینو دغه مظاهره ددې لامل شوه، چې ولسي جرګې ته ګڼ وکیلان رانه شي، او عمومي غونډه یې لغوه شي.

ځینې وکیلانو د محصلینو د غوښتنو ملاتړ وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې ددوی غوښتنې ومني او دغه لانجه پایته ورسوي.

کلېکاږل د مظاهرې عکسونه

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل چې نن (شنبه/سپتمبر ۲۹) به ولسمشر حامد کرزی له امریکا راستون شي او دی به د محصلینو له ۲۰ استازو سره یوځای له ولسمشر سره وګوري او خپله ستونزه او غوښتنه به مخامخ ورسره شریکه کړي.

دا اوومه ورځ ده چې محصلین مظاهره کوي، خو له تېرو مظاهرو یې توپیر دا وو، چې جنګي مجرمین قانون ته وسپارل شي او پر ښوونیزو بنسټونو د سیاسي مشرانو نومونه کښې نه ښودل شي.

محصلینو له حکومته غوښتل چې پر عامه ځایونو د سیاسي ډلو د نومونو اېښودو کلتور له منځه یووړل شي او جنجالي موضوعات راونه پاروي.

محصلینو ګواښ وکړ، که چېرې یې غوښتنې ونه منل شي، پخپله به د ښوونې او روزنې د پوهنتون نوې لوحه لیرې کړي.

د ویلو ده چې د کابل ښوونې او روزنې د پوهنتون د سولې د عالي شورا د رییس برهان الدین رباني د وژنې د لومړۍ کلیزې پر ورځ د هغه په نامه ونومول شو.

له دې نومونې وروسته محصلینو پوره اووه ورځې مظاهرې وکړې.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .