افغانستان:تر اوسه ۲۰۰۰ امریکايي عسکر وژل شوي

د خپريدو وخت: 11:10 گرینویچ - 30 سپتمبر 2012 - 09 تله 1391
nato

د امریکا پوځي مقاماتو دغه خبره د یکشنبې په ورځ د یوه افغان سرتېري له خوا د دوو امریکايي پوځیانو له وژل کېدو وروسته وکړه.

د امریکا پوځي مقاماتو منلې چې د تېرو یوولسو کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې د دغه هېواد ۲۰۰۰ پوځیان وژل شوي دي.

د امریکا پوځي مقاماتو دغه خبره د یکشنبې په ورځ د یوه افغان سرتېري له خوا د دوو امریکايي پوځیانو له وژل کېدو وروسته وکړه.

د سږ کال په اوږدو کې تر اوسه پورې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په دغه ډول بریدونو کې تر اوسه پورې له ۵۰ زیات بهرني عسکر وژل شوي دي.

د عام ولس د وژنو په اړه کره شمېرې تر لاسه کول خورا ګران کار دی. خود ملګرو ملتو د رپوټ پر بنسټ د ۲۰۰۷ کال له پیل نه د تېر کال تر اګست میاشتې پورې دغه شمېر ۱۳۴۳۱ تنو ته ورسېد.

که له ۲۰۰۱ کال نه وشمېرل شي، چې بهرني ځواکونه افغانستان ته راغلي، نو دغه شمېر د اټکل له مخې د ۲۰ زره شاوخوا بلل کیږي.

د ۲۰۰۰ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو خبر د ایسوشیټډ پریس له خپرو شویو شمېرو سره سمون خوري، چې په افغانستان کې وژل شوي امریکايي پوځیان په دې شمېر کې حسابوي.

"موږ په دواړو خواوو کې له کلتورونو خبريدل پياوړي کړي. د افغان لوري لپاره مو د ساري په توګه، همدا اوس يو کتاب خپور کړى چې په ښکاره ډول د دواړو لورو کلتوري توپيرونه روښانوي"

ګونتر کاڅ

یو شمېر نورې ادارې هغه کسان هم په دې شمېر کې حسابوي، چې په نورو هېوادونو کې، خو د ولسمشر جارج بوش د پیل کړل شويو عملیاتو اڼدریو رنګ فریډم په بهیر کې وژل شوي دي.

که څه هم طالبان په افغانستان کې په دېره بهرنیو ځواکونو بريدونه خپل کار بولي، خو پوځي چارواکي وايي د دغه ډول بریدونو ډېره برخه د کلتوري ناسم پوهاوي، شخصي شکايتونو او د جگړې په ډگر کې د ستړياوو زېږنده ده.

په کابل کې د ناټو يوه جگپوړي وياند بريد جنرال گونتر کاڅ په دا وروستیو کې بي بي سي ته وويل چې د دې ستونزې د غوڅولو لپاره اضافي گامونه پورته شوي دي:

"موږ په دواړو خواوو کې له کلتورونو خبريدل پياوړي کړي. د افغان لوري لپاره مو د ساري په توګه، همدا اوس يو کتاب خپور کړى چې په ښکاره ډول د دواړو لورو کلتوري توپيرونه روښانوي. ځينې کارونه شته چې په لوېديځ کې عادي بلل کېږي، خو افغانانو ته بد ايسي او يا په کې بند دي او يا د دې بر عکس."

له دې مخکې د ناټو په مشرۍ ځواکونو اعلان وکړ چې له افغان ځواکونو سره د ګډو ګزمو شمېر کموي او يوازې لوى عمليات به يو ځاى ترسره کېږي.

خو دامريکا د دفاع وزير ليون پنېټا تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې ناټو ځواکونه به له افغان ځواکونو سره خپل ګډ پوځي عمليات له سره پيل کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .