افغانستان د واورې ښوییدو وړاندویونکی ماشین ولګاوه

د خپريدو وخت: 17:31 گرینویچ - 30 سپتمبر 2012 - 09 تله 1391

په افغانستان کې به د لومړي ځل لپاره په سالنګ کې داسې ټکنالوژي وکارول شي چې د واورې د ښوییدنې په اړه به مخکې له مخکې خبر ورکوي.

د فواید عامې وزارت په وینا، د دې ټکنالوژۍ په کارولو سره به په سالنګ کې د خلکو د احتمالي تلفاتو مخنیوی وشي.

د فواید عامې وزارت د چارواکو په وینا دغه ټکنالوژي یې له ایټالیا ترلاسه کړې او په دې برخه کې یو شمېر کسانو ته په ایټالیا کې زده کړې هم ورکول شوي دي.

د فواید عامې وزارت وايي، نور به په سالنګ کې د واورې د ښوییدنې له امله درانه تلفات منځ ته نه راځي.

د دغه وزارت ساختماني مرستیال احمد شاه وحيد بي بي سي ته وویل، ایټالیا ورسره د سالنګ لپاره د داسې ټکنالوژۍ مرسته کړې چې د واورې د ښوییدو وړاندوینه کوي.

د نوموړي په وینا دا سیستم به دوی ته په سالنګ کې د واورو له ښوییدو مخکې د تدابیرو د نیولو زمینه برابره کړي.

ښاغلی وحید وايي، دغه ټکنالوژي به په نژدې راتلونکې کې په سالنګ کې ځای پر ځای شي چې د واورې د ښوییدنې ترڅنګ به د واورې د طبقو د پېړوالي په اړه هم لا د مخه معلومات ورکوي.

د نوموړي په وینا یو شمېر افغان کارکونکي هم په ایټالیا کې د دې ټکنالوژۍ یا سیستم سره د بلدېدو په موخه روزل شوي دي.

هر کال په ژمي کې د سالنګ په لویه لاره کې د واورې ښوییدنې او سړې هوا له امله مساپرو ته درانه تلفات اوړي.

تر ټولو خونړۍ د ۱۳۸۹ کال د دلوې د میاشتې پېښه وه چې په پایله کې یې نژدې ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او همدومره نور سخت ټپیان شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .