د خوست ځانمرگي بريد مرگ ژوبله ډېره شوې ده

د خپريدو وخت: 05:19 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391

د خوست د ځانمرگي بريد ويدويي رپوټ

د افغانستان د خوست په ولايت کې ځانمرگي بريد گڼ کسان وژلي چې د روغتون د کارکوونکو په وينا يې ډيره برخه د ملکي وگړو وه، دلته يې ويديويي رپوټ وينئ.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان په سوېل ختيځ خوست ولایت کې پر بهرنیو ځواکونو د ګزمې پرمهال ځانمرګی برید شوی دی.

برید د خوست ښار په منځ کې د افغانستان بانک ودانۍ ته څېرمه په عدالت څلور لاره کې شوی دی چې عمومآ په کې د خلکو گڼه گوڼه ډېره وي..

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په پيل کې ويل چې په برید کې اووه ولسي وګړي او څلور پولیس وژل شوي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال الیاس وحدت بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلې فون پرکرښه وویل چې وروستۍ شمېرې ښيي چې ټول ٢١ کسه وژل شوي دي او تر ٦٠ ډېر په کې ټپيان شوي دي.

دی وايي چې په وژل شوو کې پولیس هم دي، چې یو په کې د خوست د چټک غبرګون د قطعې قومندان مبارک شاه هم دی.

نوموړي ته عیني شاهدانو ویلي چې برید کوونکي پوځي جامه او زغره لرله، او د افغان او امریکايي ځواکونو د ګډې پلی ګزمې منځ ته تر ور ننوتلو وروسته یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

د ننني برید عکس ګورﺉ

عیني شاهدان وايي چې تر برید وروسته یې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو مړي او ټپیان هم لیدلي دي.

عیني شاهدان وايي چې تر برید وروسته یې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو مړي او ټپیان هم لیدلي دي.

زموږ خبریال وايي، چې په برید کې د افغان ځواکونو یو قومندان او پولیس هم وژل شوي، خو تر اوسه په رسمي توګه چارواکو نه دي تایید کړي.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده، چې د ذبیح الله مجاهد په نامه د دغې ډلې ویاند ویلي چې برید کې بهرنیو او افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو ویلي چې په برید کې د یوه ژباړن په ګډون نهه امریکایان وژل شوي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې درې بهرني سرتيري او د دوى يو افغان ژباړونکى په دې پېښه کې وژل شوي دي.

نژدې درې میاشتې وړاندې هم په خوست ښار کې یوې چاودنې درې بهرني پوځيان او ۲۰ ولسي افغانان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .