ایران افغانستان ته د تېلو نللیکه غځوي

د خپريدو وخت: 11:54 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391
د تېلو نلليکه

هيله دا ده چې له ايرانه تر اسلام کلا پورې د تېلو نلليکه جوړه شي.

د ایران د تېلو وزارت وايي په پام کې لري چې افغانستان ته د تېلو یوه نللیکه وغځوي.

ایران وایي موخه یې د تېلو د قاچاق مخنيوی دی.

افغان چارواکي او د اقتصادي چارو پوهان هم وایي که دا پروژه عملي شي، ډېره ګټه به دواړو هېوادونو ته ورپه برخه شي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر سعد خطیبي بي بي سي ته وويل چې په دې اړه مقدماتي خبرې شوي دي خو تر اوسه د هوکړه لیک یا کوم رسمي تړون تر پولې نه دي رسېدلي.

د نوموړي په وینا، دا به اوږده نللیکه نه وي او یوازې به د تېلو دوې زیرمې د افغانستان د اسلام کلا او د ایران د دوغارون په بندرونو کې سره نښلوي.

ښاغلى خطیبي وایي: "له ډېره وخته د ایران د دوغارون د ګمرک او د افغانستان د اسلام کلا د ګمرکونو ترمنځ د تېلو د یوه پایپ لاین د غځولو په اړه خبره مطرح شوي چې د پولې اخوا د تېلو یوه زیرمه شتون ولري چې د افغانستان په خاوره کې په اسلام کلا کې یوې زیرمې ته د پایپ لاین له لارې تېل راولېږدوي او نور د تېلو د لیږدولو ایراني ټانکران افغانستان ته رانه شي او له افغانستانه هم ایران ته ولاړ نه شي."

تور بازار

"له ډېره وخته د ایران د دوغارون د ګمرک او د افغانستان د اسلام کلا د ګمرکونو ترمنځ د تیلو د یوه پایپ لاین د غځولو په اړه خبره مطرح شوي چې د پولې اخوا د تېلو یوه زیرمه شتون ولري چې د افغانستان په خاوره کې په اسلام کلا کې یوې زیرمې ته د پایپ لاین له لارې تیل راولیږدوي"

ایرانځ چارواکو ویلي د دې طرحې عمل کول به په سیمه کې د تېلو د قاچاق مخه ونیسي خو د هرات د سوداګریزې خونې مشر ښاغلی خطیبي په دې باور دی چې دا به د قاچاق پر بهیر اغیز ونه کړي خو په وینا یې نورې مهمې ګټې او اغیزې به ولري.

خطیبي وایي:

"فکر نه کوم دا طرحه دې د تېلو پر قاچاق اغیز وکړي ځکه تراوسه هم قاچاقي تېل د هرات د اسلام کلا له پولې نه دي راغلي او که دا نللیکه جوړه هم شي د دې احتمال شته چې قاچاقي تېل له نورو پولو راولیږدول شي. دا نللیکه به په اقتصادي لحاظ زموږ لپاره ډیره ښه اغیزه ولري او افغانستان ته به د بې کیفیته تېلو د راتلو مخنيوى وکړي."

د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان بیا فکر کوي چې د دې طرحې په عملي کېدو سره به تور بازار محدود شي.

په هرات کې د صنعتګرانو د ټولنې غړی میر محمد یعقوب مشعوف وایي که دا طرحه عملي شي: "ایران به د تېلو د پلورلو مخامخ بازار پیدا کړي او د افغانستان خلک به هم نور دې ته اړ نه وي چې له دویم او درېم لاسه تېل واخلي چې ډیری په قاچاقي توګه ترسره کیږي. خلک به له اصلي سرچینې مخامخ تېل اخلي او په نتیجه کې به د خلکو لپاره تیلو ته په مناسبه بیه د لاس رسي امکان پيدا شي."

داسې فکر کیږي چې ایران د نړیوالو فشارونو او بندیزونو له وجې په سیمه کې د خپلو تولیداتو لپاره د مارکیټونو د موندلو په هڅه کې دی.

دا لا مالومه نه ده چې که دا طرحه عملي شي او یا یې د ترسره کولو مقدماتي رسمي چارې پيل شي، د افغانستان د لوېدیځو ملاتړو هېوادونو غبرګون به ورته څه وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .