افغانستان:۱۳۹ زره جریبه ځمکه زور واکانو غصب کړې

د خپريدو وخت: 13:19 گرینویچ - سه شنبه 02 اکتوبر 2012 - 11 تله 1391
kabul

د چارو ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشا چارواکي وايي، د ولسمشرد ۴۵ ګڼې له فرمان وروسته، د دولتي او نا دولتي ځکمو د غصب په اړه یې نوې څیړنې پيل کړي دي.

د افغانستان په بیلا بېلو ولایتونو کې د زورواکانو له خوا د دولتي ځمکو غصب هغه مساله ده، چې افغان حکومت ته یې لویه ستونزه جوړه کړې ده.

اوس د چارو ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشا چارواکي وايي، د ولسمشرد ۴۵ ګڼې له فرمان وروسته، د دولتي او نا دولتي ځکمو د غصب په اړه یې نوې څیړنې پيل کړي دي.

د وزیرانو شورا د دارالانشا مرستیال نحیب الله امین وايي، یواځې په شپږ ولایتونو کې نژدې ۱۴۰ زره جریبه دولتي او نادولتي ځمکې غصب شوې او په دې اړه یې ۶۰ تنه تورن پيژندلي دي. د نوموړي په خبره

"له نیکه مرغه د اقتصاد محترم وزارت موږ ته هغه شمېرې راکړې، چې په کې ویل شوي دي، د افغانستان په شپږو لومړۍ درجه ولایتونو کې ټولټال۱۳۸۹۹۶ جریبه ځمکه غصب شوې ده. دغه احصاییه داسې ده، چې په هرات کې ۹ کسانو ۱۲ ۴۱۱ جربیبه ځمکه غصب کړې ده، په ننګرهار کې ۱۳ کسانو ۲۰۵۰۰ جریبه، په کندز کې ۷ کسانو ۱۷۱۴ جریبه، به بلخ کې ۱۵ کسانو ۸۷۶۰۰ جریبه، په کابل کې ۱۱ کسانو ۱۱۴۲۶ جریبه او په پروان کې ۲ کسانو ۵۳۴۵ جریبه ځمکه غصب کړې ده."

ښاغلي امین د دغو کسانو نومونه اعلان نه کړل خو وايي، د تورنو کسانو نوملړ یې د قانوني تعقیب لپاره چمتو کړی او اړوندو ادارو ته یې استولی دی.

هغه وویل د ځمکو له غصب کوونکو سره به قانوني چلند کیږي او غصب شوې ځمکې به بیرته ترې اخیستل کیږي.

د دغې ادارې چارواکي وايي، د اصلاحاتو په موخه د ولسمشر د وروستي فرمان دریمه برخه مواد پلي شوي او ښایی د فرمان د ټولو موادو دپلي کیدو لپاره د یو شمېر ولایتونو په مشرتابه کې ادلون بدلون هم راوستل شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .