برتانیا افغان ژباړن ته سیاسي پنا ورنه کړه

د خپريدو وخت: 07:56 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391

برتانیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو یوه هغه افغان ژباړن ته پنا ورنه کړه، چې وايي د طالبانو په یوه برید کې سخت ټپي شوی دی.

د برتانوي چارواکو په پرېکړه کې راغلي چې ۲۵ افغان ژباړن پخپله دوسیه کې د پنا غوښتنې له اصولو سره سم اسناد نه لرل.

دوی وايي چې دغه ژباړن داسې ثبوتونه او دلایل هم نه لرل، چې رښتیا هم افغانستان کې یې پاتې کېدل ډېر خطرناک دي.

د برتانیا له دې پرېکړې سره سخت خواشینی او نهیلی شوی دی.

نوموړي بي بي سي ته ګڼ هغه اسناد او ثبوتونه وښودل، چې په وینا یې له برتانوي ځواکونو سره یې پنځه کاله کار کړی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .