کرزي د پوهنتون د نوم بدلولو اندېښنې واورېدې

د خپريدو وخت: 17:54 گرینویچ - چارشنبه 03 اکتوبر 2012 - 12 تله 1391

محصلین وايي ولسمشر ورته ويلي که د ښاغلي رباني ځواب هو و او کنه بايد بېرته دۀ ته ورشي.

د کابل د ښوونې او روزنې هغو محصلینو له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل چې له دغه پوهنتونه د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدين رباني په نوم لوحه لرې کول غواړي.

محصلین وايي ولسمشر ور ته وخت اخیستی چې نن د برهان الدين رباني له زوى صلاح الدين رباني سره په دې اړه خبرې وکړي.

محصلین وايي ولسمشر ورته ويلي که د ښاغلي رباني ځواب هو و او کنه بايد بېرته دۀ ته ورشي.

زده کونکې وايي چې گواکې ولسمشر خپلې دوه نيگړتياوې ومنلې، يوه دا چې لوحه بايد د غلو غوندې د شپې له خوا نه واى لگول شوې، بله دا چې د پوهنتون د نوم د بدلولو په اړه بايد له زده کونکو ټول پوښتنه شوې واى.

نژدې دوې اوونۍ مخکې د ولسشمر حامد کرزي په فرمان سره د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د برهان الدين رباني په نوم ونومول شو، چې پر وړاندې يې د دغه پوهنتون گڼ شمېر زده کونکو لاريونونه وکړل.

د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون د معترضو محصلینو د لاريونونو او نورو مدني منډو ترړو په پايله کې ولسمشر له دغو زده کونکو سره وکتل.

د معترضو محصلینو استازي عزيز الرحمن وويل له ولسمشر سره له خبرو څرگنده شوه چې گواکې نوموړى په خپله دغه پرېکړه کې خپلواک نه دى.

ښاغلي عزيز الرحمن وويل ښاغلي کرزي ورته ويلي چې نن د برهان الدين رباني له زوى صلاح الدين رباني سره وگوري او د هغه د اند تر جوتېدو وروسته بېرته ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورشي.

د ښوونې او روزنې د پوهنتون د محصلینو دغه استازي وويل چې ولسمشر حامد کرزي خپله دا نيمگړتيا ومنله چې د پوهنتون نوم دړه يانې لوحه بايد د غلو په شان د شپې له خوا نه واى لگول شوې او له محصانو پوښتنه شوې واى.

کابو دوې اوونۍ مخکې د ولسمشر حامد کرزي د فرمان او د وزيرانو شورا په پرېکړې سره د ښوونې او روزنې د پوهنتون له ورۀ نه زړه نوم دړه لرې کړل شوه او پوهنتون د برهان الدين رباني په نوم ونومول شو.

تر يادې شوې ورځې وروسته د پوهنتون محصلینو سوله یيز لاريونونه پيل کړل او ان سر يې ولسي جرگې ته ورسېد چې د ديني او کلتوري چارو جرگه گۍ يې ملاتړ اعلان کړ او و يې ويل چې اوس د دغه راز نومونو وخت نه دى.

په دې پسې وروسته محصلینو د ټولگيو دروازې وتړلې او و يې ويل چې ولسمشر يې غږ وا نه وري دوى به لوست ته نه کښيني.

په تېره ميلادي مياشت کې د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزير سيد مخدوم رهين هم ملي شورا ته ويلي وو چې د دوى د نوې تگلارې له مخه يوازې په هغو نومونو نومونې کېدى شي چې د جگړو تر لسيزو مخکې تېر شوي دي،او د خپلې خبرې پخلى يې په دې خبرې سره کړى و چې گواکې يو ورځ به راځي چې زما ورور لوى مجاهد و نو بايد يو څه يې پر نوم ونومول شي او بل به دغسې بله خبره کوي.

خو تر هغې وروسته بيا هم د ياد شوي پوهنتون په گډون ځينې دغسې نومونې وشوې.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د يوې رسنيزې خبرتيا په ترڅ کې د معترضو محصلینو او ولسمشر کرزي د ناستې پخلى کړى خو د جزياتو له ورکولو پرته ويل شوي دي چې په وروستيو ناستو کې به تر غور وروسته په دې اړه پرېکړه وشي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .