کرزی: په پوځي زور د پاکستان د راکټي بريدونو مخه نه شو نيولی

د خپريدو وخت: 08:21 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391

افغانستان نه غواړي د ډېورنډ له پولې پورې غاړه کلي او خلک بمباري کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايی داسې وسلې په لاس کې نه لري چې هغه ځای په نښه کړي له کوم ځایه چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې راکټي بریدونه کیږي.

ښاغلي کرزي نن په یوه خبري غونډه کې وویل له امریکايي غوښتي چې د دواړوه هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د تړون له مخې باید د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د دفاع په لار کې عملي ګامونه پورته کړي.

افغان ولسمشر زیاته کړه: "د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون له مخې امریکا تر څو چې افغانستان دا توان پیدا کوي، کچیرته په افغانستان باندې له بهر څخه برید وشي نو د افغانستان له خاورې به دفاع کوي، له هغوی مو دا غوښتي ، خو لکه څنګه چې ما وویل حتی هغوی حاضر نه دیي چې دا ومني چې دا ډول برید شوی دی."

افغان ولسمشر د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې د افغانستان په ختیځو سیمو د بریدونو په اړه یو ځل بیا پر پخوانۍ خبره ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هیڅکله به د پولې پر پورې غاړې میشتو خلکو بریدونه ونکړي ځکه د ده په وینا "هغوی زمونږ خپل قوم او خلک دي"

د افغان ځواکونو د سمبال په اړه ښاغلي کرزي وویل د امریکا له متحدو ایالتونو یې غوښتي چې افغان ځواکونو ته الوتکي په واک کې ورکړي او کچیرته دوی دا نه شي کولی نو نورې (( لارې دې پر مونږ نه بندوي)).

هغه وویل چې د افغان ځواکونو په وسلو د سمبال په موخه د نورو لارو چارو د لټون په موخه د مشوروه لړۍ روانه ده.

ښاغلي کرزي وويل اوس له پوځي جنرالانو سره په دې غږيږي چې که امريکا پوځي تجهيزات نه ورکوې، کومې لارې چارې ورته وسنجوي او له کومو هېوادونو يې واخلي.

افغان ولسمشر په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان د راکټي بريدونو موضوع يې په ملګرو ملتو کې هم ياده کړې او په دې تړاو يې دپلوماتيکې هڅې ګړندۍ کړي دي.

له تېرو څو مياشتو راهيسې د پاکستان له خاورې پر کونړ او نورستان ولايتونو راکټي بريدونه کيږي، چې افغان حکومت يې پر خپله خاوره تېری بولي.

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه ستونزه څو اوونۍ وړاندې په سعودي عربستان کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي او نورو لوړ پوړو چارواکو سره مطرح کړه او د افغانستان اندېښنې يې په دې تړاو ورته په ډاګه کړې.

پاکستاني چارواکو هغه مهال ويلي وو چې دوی د دا ډول بريدونو مخنيوی وکړي، خو تر اوسه لا د افغانستان په يو شمېر ختيځو ولايتونو راکټي بريدونه دوام لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .