۱۰۰ ولسوالان او ۱۱ مرستیال والیان ټاکل کېږي

د خپريدو وخت: 12:01 گرینویچ - شنبه‬ 06 اکتوبر 2012 - 15 تله 1391

په دغه ازموینه کې سلو ګونو کسانو، چې ځینو یې د ماسټرۍ او دوکتورا ترکچې زده کړې لرلې، برخه اخیستې وه.

د چارواکو په وینا د اداري اصلاحاتو د پروسې له لارې تر اوس له ۱۵۰ ډیر ولسوالان ټاکل شوي، چې موخه یې د ښیې حکومت والۍ رامنځ ته کول دي خو لا هم داسې ولسوالۍ شته چې ولسوالان یې هیڅ زده کړې نه لري.

د همدغې پروسې له لارې دا ځل د سلو ولسوالیو او د یوولسو مرستیال والیانو لپاره له سلګونو کسانو ازموینه اخیستل شوې ده.

د ازموینې ګډوانوال تر ډېره له دغې پروسې راضي ښکاریدل او دغه ازموینه یې د هغو کسانو لپاره چې لوړې زده کړې لري، ښه فرصت باله.

په دې ځل ازموینه کې د نارینوو ترڅنګ داسې مېرمنې هم لیدل کېدې، چې د ولسوال پوست لپاره یې خپل بخت ازمایه.

"که څه هم د اداري اصلاحاتو کیمسیون د ښیې حکومت والۍ لپاره د خپل ازموینو پروسه رڼه او بریالۍ ګڼي خو داسې ګڼې نیوکې هم پرې کیږي، چې د پر دې ترشا د پوستونو پرسر معاملې کیږي."

سایره شکیب سادات وايي، دا یې ارمان دی، چې په جوزجان کې د یوې ولسوالۍ ولسواله شي.

په ازموینه کې داسې کسان هم وو، چې د دغې پروسې پر رڼوالي یې اندېښنه ښووله خو د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو چارواکي وايي، هڅه کوي، چې ازموینه له هر ډول لاسوهنو پاکه وساتي.

خو له دې ټولو سره سره، ځینې کسان، چې ددغې پروسې په تېرو ازموینو کې یې برخه اخیستې، د ازموینې روڼوالی مني خو ادعا کوي چې ولسوال تر هغې نه ټاکل کېږي، چې تر شاه کومه سیاسي څټه لاس ونه لري.

فیض محمد توحیدي تر دې وړاندې د ولسوالانو د ټاکلو په پروسه کې برخه اخیستې وه، دی وايي، په ازموینه کې بریالی اعلان شو، خو د زرواکانو د لاسوهنې له امله له پروسې وایستل شو.

که څه هم د اداري اصلاحاتو کیمسیون د ښیې حکومت والۍ لپاره د خپل ازموینو پروسه رڼه او بریالۍ ګڼي خو داسې ګڼې نیوکې هم پرې کیږي، چې د پر دې ترشا د پوستونو پرسر معاملې کیږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .