افغان حکومت وايي د کرزي خبرې ناسمې تعبیر شوې

د خپريدو وخت: 12:20 گرینویچ - شنبه‬ 06 اکتوبر 2012 - 15 تله 1391
ایمل فیضي

ښاغلي فیضي وویل له بده مرغه د افغانستان خلک د روانې جګړې قرباني دي، او دغه جګړه –له بده مرغه- د کامیابۍ پر لور نه ده روانه.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېتا د افغان ولسمشر له خوا پر امریکايي پوځیانو نيوکې ته په نهیلۍ ځواب ورکړی دی.

خو د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته وویل، چې د افغانستان حکومت د بهرنیو ځواکونو له قربانیو قدرداني کړې ده.

ښاغلي فیضي وویل چې د حامد کرزي له خبرو لوېديځو رسنیو یوازې هغه ټکي راخیستي چې په وینا یې د انتقاد په توګه یې راپور کړي دي.

نوموړي ویلي چې د ملګرو ملتونو د تېرې غونډې پرمهال افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قربانۍ ستایلي دي.

د کرزي ویاند وايي، مني چې د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د ترهګرۍ پرضد د روانې جګړې د څرنګوالي موضوع ده، چې په وینا یې د کرزي نظر دی، چې د ترهګرۍ جګړه باید د افغانستان په کلیو او بانډو کې نه وي:

''زموږ ولسمشر تل ويلي دي چې د ترهګرۍ ضد جګړه باید د افغانانو په کورونو او کلیو کې نه وي، بلکې جګړه باید له هېواد بهر هلته وشي، چې د افغانستان ضد عناصرو مرکزونه او ملاتړي دي.''

نوموړي زیاته کړه چې له بده مرغه افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه پر سم لوري نه ده روانه، همدا ده چې په وینا یې هره ورځ افغانان ددې جګړې قرباني کېږي:

''له بده مرغه د افغانستان خلک د روانې جګړې قرباني دي، او دغه جګړه –له بده مرغه- د کامیابۍ پر لور نه ده روانه.''

لیون پنېتا

پنیتا:''...زما په اند که افغان ولسمشر هر وخت ددغو قربانیو یادونه وکړي نو ډېره مرسته به وکړي، ددې پر ځای چې نېوکې پرې وشي.''

ولسمشر کرزي ویلي وو امریکايي ځواکونه نه دي توانېدلي چې په پاکستان کې ترهګر په نښه کړي.

د امریکا د دفاع وزیر لېون پنېټا وايي هېواد یې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره خپل دوه زره سرتیري له لاسه ورکړي چې ولسمشر کرزي د هغو کسانو چې د افغانستان لپاره یې جګړه کړې او یا هم وژل شوي دي د نیوکې پر ځای باید ستاینه کړې وای:

''موږ په افغانستان کې پرمختګ رامنځ ته کړ ځکه دلته نارینه او ښځې په یونیفورم کې شته چې غواړي د افغانستان د واکمنۍ ، ددوی د حکومت کولو او خونديتوب لپاره جګړه وکړي او مړه شي.

امریکا په افغانستان کې خپل دوه زره نارینه او ښځې له لاسه ورکړي. د ایساف غړو هېوادونو او خپله افغانانو په دې جګړې کې ډېر تلفات ورکړي دي.

قرباني

زما په اند که افغان ولسمشر هر وخت ددغو قربانیو یادونه وکړي نو ډېره مرسته به وکړي، ددې پر ځای چې نېوکې پرې وشي.''

ولسمشر حامد کرزي ویلي وو، که چېرې امریکا افغان پوځ ته درنې وسلې ورنه کړي، افغانستان به د خپلې اړتیا وړ وسلې له چین، روسیې او یا هند څخه وپېري.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې، امریکا پر افغانستان باید د هر ډول بهرني ګواښ او برید مخه ونیسي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .