د کندهار نيمايي خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي

د خپريدو وخت: 17:08 گرینویچ - شنبه‬ 06 اکتوبر 2012 - 15 تله 1391

ويل کيږي چې په کندهار کې له لويه سره درې لسيزو جګړو د غربت او فقر کچه لوړه کړې ده.

په کندهار کې سره مياشت وايي د دغه ولايت نيمايي خلک په داسې حال کې د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې د بې وزلۍ او بې روزګارۍ د مخنيوي لپاره هېڅ طرحه او پلان نشته.

د کندهار د افغاني سرې مياشتې مسوول ډاکتر احمدالله احمدي دغه څرګندونې نن (اکتوبر/شپږمه) د دغه ولايت له بې وزلو کورنيو سره د خوراکي توکو د وېش پر مهال وکړې.

د سرې مياشتې مرستندويه ټولنې نن (اکتوبر/شپږمه) د کندهار له ٤٤٠ تنو کونډو او بې وزلو مېرمنو سره د اوړو مرسته وکړه.

د سرى مياشتى مسوول ډاکتر احمدالله احمدي وويل، دا يوه ناڅيزه مرسته ده او هغو بې وزله مېرمنو ته ورکړل شوه، چې د تېرې روژې په مياشت کې يې دغه دفتر ته مراجعه کړې وه.

هغه زياته کړه: "د هېواد د نفوسو يو پر درې برخه بېوزلۍ او غربت ځپلي دي، خو په کندهار کې بيا دا کچه لوړه ده او دلته نيم وګړي د غربت تر کرښه لاندې ژوندي کوي".

د سرې مياشتې رييس په کندهار کې د فقر د کچې د ټيټوالي لامل په دې سيمه کې د هېواد د نورو برخو په پرتله جګړه، بې روزګاري او نورې ستونزې يادې کړې.

دى وايي، د دوى د ادارې امکانات ډېر محدود دي، خو بيا يې هم بې وزله هېوادوال نه دي هېر کړي او د هغوى لاسنيوى يې کړى دى.

دوى وويل مرستندويه ادارې، خيريه ټولنې او شتمن هېوادوال بايد لاسونه سره يو او خلکو ته دې د کار زمينې برابرې کړي، چى په کندهار کې د بې وزلۍ کچه ټيټه شي.

د نننۍ مرستې د ترلاسه کولو لپاره راغلو ګڼو مېرمنو وويل، د خوراکي او نا خوراکي توکو مرستې د دوى درد نه شي دوا کولى، بلکې هغوى ته دې کار او روزګار ولټول شي.

په کندهار کې له يوې خوا له لويه سره درې لسيزو جګړو د غربت او فقر کچه لوړه کړې، نو له بل پلوه د تېرو لس کلنو جګړو له امله هم ګڼې کورنۍ له ولسواليو او ان له نژدې ولايتونو کندهار ښار ته کډوالې شوې دي.

دغو زرګونه کورنيو په خپلو ولسواليو کې خپلې کروندې او باغونه پرې ايښي او په کندهار کې په بې وزلۍ کې ژوند تېروي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .