ایساف وردګو کې جګپوړی طالب قومندان وژلی

د خپريدو وخت: 10:10 گرینویچ - 07 اکتوبر 2012 - 16 تله 1391
امریکايي ځواکونه افغانستان کې

د میدان وردګو مطبوعاتي دفتر وايي ملا عزت الله د ایساف هوايي برید وژلی دی.

د میدان وردګو سیمه ییزو چاروکو ویلي چې د ایساف ځواکونو په هوايي برید کې د طالبانو یو جګپوړی جنګي قومندان وژل شوی دی.

د ولایت مطبوعاتي دفتر بي بي سي ته په رالېږلې ویناپاڼه کې ویلي چې ملا عزت الله الهام د یکشنبې پر ګهيځ شاوخوا نهه بجې هغه مهال ووژل شو، چې ایساف پرې بمبار وکړ.

ویناپاڼه وايي، چې ملا عزت الله په اونخي دره کې وژل شوی.

بل خوا، همدغه ولایتي دفتر وايي د سیداباد د ولسوال ډاکټر فضل کریم مسلم له قوله وايي چې نن سهار وختي د دې ولسوالۍ د زرني سیمه کې درې کسان هغه مهال د خپل ماین ښکار او ووژل شول، چې د کابل-کندهار پر لویه لاره یې ماینونه خښول.

ښاغلی مسلم وايي چې وژل شوی طالب قومندان په اونخي او اړوندو سیمو کې د طالبانو مشهور جنګي قومندان و، چې په ډېرو تښتونو او وژنو کې یې لاس درلود.

دی وايي چې ملا عزت الله پر نړیوالو ځواکونو هم بریدونه کول.

د اونخي درې یوه اوسېدونکي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلې فون پر کرښه- پرته له دې چې خپل نوم واخلي- وویل چې ملا عزت الله د پوهنې د اوسني وزیر غلام فاروق وردګ د پلار په تښونه کې لاس درلود.

د ښاغلي فاروق پلار درې کاله مخکې په وردګو کې وتښتول شو، چې څو ورځې وروسته د سپین ږیرو په منځګړیتوب بېرته راخوشی شو.

سرچینه وايي، چې ملا عزت الله د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د معادنو او صنایعو وزارت د اداري چارو رییس او د یوې لنډې مودې لپاره مرستیال وزیر هم و.

دی وايي چې ملاعزت الله د اونخي د بادام کلي اوسېدونکی و.

طالبانو او ایساف ځواکونو تر دې مهاله د نوموړي پر وژنې غبرګون نه دی ښودلی.

په دې وروستیو کې میدان وردګ ولایت د تېر پرخلاف سخت ناامن شوی دی.

له تېرو څو ورځو راهیسې اونخي درې ته څېرمه په چک ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو عملیات پیل کړي، چې د ځايي خلکو په وینا ولسي مرګ ژوبله هم لري.

امریکايي پوځيان

ایساف په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي چې د تېرې شنبې په ورځ په میدان وردګو ولایت کې دوه امریکايي پوځیان د یوه برید په ترڅ کې ووژل شول.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .