سور صلیب تر ۲۰۱۴ وروسته د بندیانو پر وضعیت اندېښنه لري

د خپريدو وخت: 12:02 گرینویچ - دوشنبه 08 اکتوبر 2012 - 17 تله 1391

د افغانستان د زندانونو مشر امير محمد جمشيد بي بي سي ته ويلي دي چې افغانستان حکومت لري چې دغه ستونزه به له خپلې بوديجې هواروي.

تر کومه کچه چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو نيټه رانژدې کيږي،يو شمير کورني او بهرني بنسټونه نوې انديښنې څرگندوي.

دا ځل سرۀ صيلب د زندانونو د بوديجې د کچې د احتمالي ښکته کېدنې په اړه اندېښنه پر ډاگه کړې ده.

سور صليب وايي که د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د زندانونو د بوديجې او لگښتونو کچه ښکته شي نو افغانستان به دا وړتيا ونه لري چې د زندانونو معيارونه خوندي وساتي.

د ياد شوي نړيوال بنسټ د کابل د څانگې مشر ريتو ستاکر وايي نړيوالې ټولنې ته يې هم ويلي چې يوازې پښې به نه وباسي او له افغان زندانونو سره به مرسته کوي:

''سره صليب ته ارزښتناکه داده چې نړيوال چارواکي،په ځانگړي ډول هغه کسان چې په افغانستان کې تورن کسان نيسي او افغان چارواکو ته يې سپاري، دفاع وزارت وي،کورنيو چارو وزارت وي،او که ملي امنيت دوى قانوني ژمنيتا لري چې د نيول شويو کسانو حالت ښه وساتي، نيول شوي وگړي پيسو، ښو اسانتياوو او خوراکي توکيو ته اړيتا لري، ياد شوي ځواکونه بايد د قانون په رڼا کې گام واخلي،سره صليب په روښانه ډول نړيوالې ټولنې ته هم ويلي دي چې تاسې يوازې پښې نه شئ ويستې، تاسې تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هم ژمنتيا لرئ،چې د بنديانو د لگښت په برابرولو کې مرسته وکړئ.''

خو د افغانستان د زندانونو مشر امير محمد جمشيد وايي چې د زندانونو لگښت کومه لويه انديښنه نه ده.

"په دغو ټولو زندانونو کې څليريشت زره کسان بنديان دي چې له دې ټولگې نه شپږ سوه او شل تنه يې ښځينه زندانيانې دي."

نوموړي وويل چې تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته به هم افغانستان حکومت او نظام لري چې دغه لگښت به له خپلې بوديجي ورکوي.

ښاغلى جمشيد د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هم انديښنه نه لري،خو څو ورځې مخکې يې د افغانستان مشرانو جرگې ته ويلي وو،چې دوى اوس هم د زندانو په برخو کې خورا ډيرې ستونزې لري ان تر دې چې په ځينو ولايتونو کې د زندانونو د ودانيو د نشتوالي له کبله په کرايي کورنو کې بنديان ساتي.

د اړوندو چارواکو د ورکړل شويو شميرو له مخه وسمهال افغانستان اوۀ ديرش زندانونه لري چې يو په دفاع وزارت، او شپږ ديرش نور يې په کورنيو چارو وزارت پورې تړلي دي.

په دغو ټولو زندانونو کې څليريشت زره کسان بنديان دي چې له دې ټولگې نه شپږ سوه او شل تنه يې ښځينه زندانيانې دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .