''پر افغانانو د خپلو غوښتنو منلو ته امريکا پلمې لټوي''

د خپريدو وخت: 11:02 گرینویچ - سه شنبه 09 اکتوبر 2012 - 18 تله 1391

افغانستان او امریکا د روان کال د مې پر دویمه په کابل کې د همکاریو ستراتیژيک تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د وزیرانو دارالانشاء شورا چارواکي دغه رپوټ په بشپړ ډول ردوي او وايي، دا به ښه وي چې امریکا د امنیتي تړون په اړه خپلې غوښتنې په خبرو اترو کې کې مطرح کړي نه دا چې د رسنیو او نورو بسنټونو له لارې په دولت فشار راوړي او له دې لارې خپلې غوښتنې پر افغان حکومت ومني.

تېره ورځ (دوشنبه/ اکتوبر۸) دغې ډلې په خپل نوي رپوټ کې ویلي وو، چې په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، ښایي افغان حکومت نسکور شي.

په بروکسل کې مېشتې د کړکېچ نړیوالې ډلې وروستي رپوټ، په افغانستان کې بېلابېل غبرګونه راپارولي دي.

د افغانستان د وزیرانو د دارالانشاء شورا ویاند رفیع فردوس وايي، تېره ورځ د بحران نړیوالې ډلې رپوټ د وزیرانو په شورا کې مطرح شو او دغه شورا په دې باور ده چې امریکا د دا ډول رپوټونو په خپرولو سره غواړي پر افغان حکومت فشار راوړي چې په امنیتي تړون کې د امریکا غوښتنې ومني.

ښاغلی فردوس وايي د وزیرانو شورا ویلي چې دغه رپوټ خیالي او له اقعیتونو لرې دی.

د نوموړي په وینا، که امریکا د امنیتي تړون په اړه غوښتنې لري، نو د خبرو اترو له لارې دې وړاندې کړي او دغه ډول رپوټونه دې پر افغان حکومت د فشار په ډول نه کاروي.

ښاغلی فردوس دارنګه وايي، افغان حکومت به د دې فشارونو له امله هېڅکله له خپلو ملي ګټو تېر نه شي.

امنیتي تړون

ټاکل شوې چې امنیتي تړون تر راتلونکې کاله پورې د افغانستان او امریکا ترمنځ لاسلیک شي، دا تړون به په افغانستان کې امریکا ته د نظامي اډو د ورکولو او افغانستان سره د امریکا د پوځي مرستو په برخه کې وي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی یان کوبیش هم دغه رپوټ ردوي او وايي له دغه هېواد سره نړیوالې ټولنې کلکې ژمنې کړي او د ده په وینا تمه کېږي چې افغانستان به وشي کولای چې له شته ننګونو نه په بریاليتوب سره ووځي.

نوموړی وایي، دا د شنونکو دنده ده چې د یو موضوع ښه او بد اړخونه وڅیړي.

''افغانستان کې ستونزې شته او ښايي په راتلونکې کې ستونزې له دې هم ډیرې شي خو موږ دا تمه لرو چې افغانستان به له دغو ستونزو نه په بریالیتوب سره ووځي.

نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته کوي او اجازه به ورنه کړي چې له دغسې خواشینونکو حالاتو سره مخامخ شي چې له بېلابېلو خواوو نه یې وړاندوېینه کېږي.''

یان کوبیش

یان کوبیش: ''نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته کوي او اجازه به ورنه کړي چې له دغسې خواشینوونکو حالاتو سره مخامخ شي.''

تېره ورځ د بحران نړیوالې ډلې په خپل نوي رپوټ کې ويلي و چې افغان حکومت به وروسته له ۲۰۱۴ کاله نسکور شي.

دې ډلې د لامولونو په توګه د افغان پوځي ځواکونو کمزورتیا، په حکومت کې شته اداري فساد، د ټاکنو په ترسره کیدو کې د درغلیو شونتیا او ځینې نورې یادونې کړي دي.

مشرانو جرګه

د کړکېج د نړيوالې ډلې د رپوټ په اړه د افغانستان د مشرانو جرګې غبرګونونه سره وېشلي وو.

د یادې جرګې د ځینو غړو په باور، د دغې ډلې رپوټ د افغانستان له واقعیتونو لرې دی، خو ځینو نورو ویل، چې د افغانستان له واقعیتونو سره سمون لري.

د مشرانو جرګې غړو په وینا افغانستان هوايي ځواک نه لري او امنیتي سرتېري يې هغه ډول چې باید سمبال شوي وي، نه دي سمبال شوي، خو ځینې نور بیا وايي، چې افغان حکومت دې د دغو نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره تر فشار لاندې ونیول شي.

د کړکېج د نړیوالې ډلې په خپور شوی رپوټ کې راغلي، چې له ۲۰۱۴ زېږدیز کاله وروسته به افغان حکومت د کمزوي ځواک، په حکومت کې د شته اداري فساد، په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو د شونتیا او د ځینو نورو لاملونو له امله نسکور شي.

که په دې راپور او یا د بي بي سي پر نورو راپورونو او مطالبو تبصره کول غواړﺉ، د کلېکاږل بي بي سي پښتو فیسبوک وېبپاڼې ته ولاړ شئ.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .