رامني افغانانو ته د امنیتي واک د رښتیني لېږد ژمنه وکړه

د خپريدو وخت: 06:33 گرینویچ - سه شنبه 09 اکتوبر 2012 - 18 تله 1391
romney

ولسمشر اوباما به خلکو ته دا باور ورکړی وی، چې که څوک په افغانستان کې د هغه له پرېکړو سره مخالفت کوي، نو هلته یوه نه بشپړېدونکې جګړه غواړي مېټ رامني

د امريکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماند مېټ رامني ويلي، چې که بريالى شي په افغانستان کې به د واک د ليږد بهير روان وساتي

خو پر مځکې شته حقايقو ته په پام سره به د خپلو پوځي قومندانانو مشورو ته هم غوږ نیسي.

ښاغلي رامني چې په ورجنيا کې د خپلې بهرنۍ تگلارې په اړه وينا کوله د ولسمشر اوباما پر بهرنۍ تگلارې هم سختې نيوکې وکړې او وې ويل د کله نه چې هغه په واک کې دى منځني ختيځ کې د جگړې خطر زيات شوى دى.

د نوموړي په خبره" په افغانستان کې به زه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې افغان امنیتي ځواکونو ته د واک د لېږد رښتینې او بریالۍ لړۍ تعیب کړم. ولسمشر اوباما به خلکو ته دا باور ورکړی وی، چې که څوک په افغانستان کې د هغه له پرېکړو سره مخالفت کوي، نو هلته یوه نه بشپړېدونکې جګړه غواړي. زه په افغانستان کې د ځمکي پر مخ وضعیت ارزوم او په دې لړ کې به له خپلو پوځي قومندانانو مشورو ته غوږ نیسم او دا به ثابتوم، چې زما هدف خپله سیاسي راتلونکې نه، بلکې د خپل ملت خوندې کول دي."

ده د ولسمشر اوباما پر بهرنۍ تګلاره هم سختې نیوکې وکړې. د ده په خبره له کله چې هغه په واک کې دی په منځني ختیځ کې د جګړې خطر ډېر شوی دی.

"له کله چې هغه(ولسمشر اوباما) په واک کې دی په منځني ختیځ کې د جګړې خطر ډېر شوی دی."

مېټ رامني

رامني ولسمشر اوباما په دې تورن کړ، چې د ده په خبره امریکايي هغه څه ته پرې اېښې ده، چې پېښیږي. د نوموړي په خبره که د نومبر په ټاکنو کې د ولسمشر په توګه غوره شي، نو د سوریې همنظره اپوزېسیون ته به وسلې ورکوي.

د ښاغلي رامني په خبره ایران د بشار الاسد رژیم ته وسلې لېږي، ځکه د نوموړي په خبره تهران په دې پوهیږي، چې د اسد د رژیم ماتې به د ایران لپاره ستراتېژیکه ماتې وي.

دا وینا د بهرنۍ تګلارې په اړه د نوموړي تر ټولو ستره وینا بلل کیږي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .