افغانستان پخوانۍ له کاره لوېدلې وسلې رغوي

د خپريدو وخت: 05:34 گرینویچ - چارشنبه 10 اکتوبر 2012 - 19 تله 1391

اصلي منبع روسيه کېداى شي د پخواني شوروي اتحاد پر مهال يې په خپله دغه وسلې افغان پوځ ته ورکړې وې.

افغان حکومت د دغه هېواد دفاع وزارت ته دنده سپارلې ده چې د يوې مياشت په ترڅ کې د پخوانيو له کاره لوېدلو درنو وسلو د رغونې له پاره کابينې ته يو پلان وړاندې کړي.

د افغان حکومت دغه پرېکړه وروسته له هغه مخې ته راځي چې ولسمشر حامد کرزي تېره پنجشنبه د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې ووېل چې امريکا په درنو وسلو د افغان پوځ د سمبالولو غوښتنې ته تر اوسه مثبت ځواب نه دى ويلى.

ښاغلي کرزي په خپلو څرگندونو کې دا گوښنه هم کړې وه چې که امريکا په دې برخه کې مرسته ونکړي نو افغان حکومت به د خپل پوځ د دغه اړتيا د پوره کولو لپاره نورې لارې چارې غوره کړي.

هغه مهال چې د ډاکټر نجيب الله واکمني وپرځېده افغان پوځ د مېگ ډولو بمب غورځونکو الوتکو په گډون ٦٠٠ جگړه ييزې او ترانسپورتي الوتکې درلودې او د درنو شوبلو يا ټانکونو شمېر يې زرگونو ته رسېدۀ چې تر ټولو پر مختللې شوبلې يې تي ٦٢ ډوله ټانکونه وو.

د دغو سربيره د افغان پوځ د وسلو په زيرمتون کې درانه غرني هاوانونه ٢٠٠ ملي متريز توپونه او د سکاد د توغنديو دستگاوې وې.

اصلي منبع روسيه کېداى شي د پخواني شوروي اتحاد پر مهال يې په خپله دغه وسلې افغان پوځ ته ورکړې وې.

د افغانستان په کورنۍ جگړې کې ښکېلو غاړو دغه وسلې او الوتکې په بېلابېلو ولايتونو او ښارونو کې خپلو اړوندو مرکزونه ته يوړې چې ويل کيږي ان له هېواده بهر کولاب او همداراز پاکستان ته هم ولېږدول شوې او پاته هغه يې د طالبانو پر ضد د امريکا په هوايي بريدونو کې په نښه او ويجاړې شوې.

خو د دغو وسلو رغونه چې په سلگونو ميليونو ډالر لگښت به ورباندې راشي د چا په تخنيکي مرسته تر سره کېداى شي؟

اصلي منبع روسيه کېداى شي د پخواني شوروي اتحاد پر مهال يې په خپله دغه وسلې افغان پوځ ته ورکړې وې.

روسيې د روسۍ وسلو د رغونې او توليد تخنيک مصر، چين او پخواني چکسلواکيا ته هم ورکړى و، خو دا لا نه ده مالومه چې د دغو وسلو په رغونه کې به له هغوى نه مرسته وغوښتل شي او که څنگه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .