د پوځي روزنې داکاډمۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د خپريدو وخت: 13:11 گرینویچ - چارشنبه 10 اکتوبر 2012 - 19 تله 1391

دلته به د ملي پوځ افسران د یوه کال لپاره پوځي زده کړې کوي.

نن په کابل کې د افغانستان د ملي پوځ افسرانو روزلو اکادمۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه اکادمي د انګلستان د سندهرست پوځي اکادمۍ په بڼه او د همدغه هېواد په مالي مرسته جوړیږي.

دلته به هغه ځوانان د یوه کال لپاره پوځي زده کړې کوي، چې خپلې لوړې زده کړې یې په ملکي پوهنتونو کې بشپړې کړې وي. دغه اکادمي به د انګلستان د سندهرسټ پوځي اکادمۍ په مخبېلګه جوړیږي.

"په دغې اکادمۍ کې به هغه افغان ځوانان پوځي زده کړې کوي، چې په ملکي پوهنتونونو کې یې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې وي."

شېرمحمد کریمي

د چارواکو په خبره دلته به د افغانستان د ملي پوځ لپاره افسران روزل کیږي، چې د دوی په خبره له پوځ سره به د افسرانو د شمېر او څرنګوالي په لوړولو کې مرسته وکړي.

هغه غونډه چې د دغې اکاډمۍ د بنسټ اېښودلو لپاره جوړه شوې وه په کې د افغانستان د ملي پوځ لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي، د ایساف ځواکونو مرستیال قوماندان برتانوي جنرال برېډشا او یو شمېر نورو بهرنیو او افغان چارواکو ګډون کړی وو.

د دې روزنې موده به یو کال او د انګلستان د سندهرست پوځي اکادمۍ په کچه وي.

لوی درستیز جنرال کریمي وویل، چې په دغې اکادمۍ کې به هغه افغان ځوانان پوځي زده کړې کوي، چې په ملکي پوهنتونونو کې یې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې وي. ده همداراز وویل، چې د دې روزنې موده به یو کال او د انګلستان د سندهرست پوځي اکادمۍ په کچه وي.

د چارواکو په خبره په دغه اکادمۍ کې به د سندهرست په شان ۱۰ سلنه ښځینه افسرانې هم روزل کیږي او په وینا یې د جوړولو په کار به یې ۴۲ میلونه ډالر لګول کیږي. چارواکي همداراز وايي، چې د دغې اکادمۍ په دریو کې دوه برخې روزونکي به انګلیسان او یوه برخه به یې افغانان وي. انګلستان به پر دې سربېره د درسي توکیو برابرولو ته هم اوږه ورکوي.

د روان کال د جولای په ۱۹ د افغان ولسمشر حامد کرزي او د برتانیې لومړي وزیر ډېوېد کامرون تر منځ د یوه هوکړه لیک په لاسلیکېدو د دغې پوځي اکادمۍ د جوړېدو پرېکړه شوې وه. د انګلستان د سندهرست پوځي اکادمي د نړۍ پر کچ په لوړ معیار لرونکو پوځي ښوونیزو بنسټونو کې شمېرل کېږي. د افغانستان دغه نوې پوځي اکاډمي چې د دې په بڼه جوړیږي، د جوړښت او زده کړیزې مودې له پلوه په دغه هېواد کې لومړی بنسټ دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .