ملګري ملتونه: ژر به بین الافغاني مذاکرات پیل کړو

د خپريدو وخت: 07:25 گرینویچ - چارشنبه 10 اکتوبر 2012 - 19 تله 1391

ملگري ملتونه هڅه کوي چې ملي پوهاوى رامنځ ته کړي چې په پايله کې يې ملي جوړجاړى راشي

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړي استازى،د سولې ددويم پړاو د خبرو د ژر پيليدو خبره وکړه خو ويي نه ويل چې د خبرو اترو لومړى پړاو يې کوم و،د قطر نا بريالۍ خبرې که بل کوم بهير.

يان کوبيش وويل چې ملگري ملتونه د جوړجاړي د بهير په ترڅ کې بې پري دي،او خبرې به د افغانانو له خوا کيږي خو دا يې هم وويل چې دوى به دغو خبرو ته زمينه برابروي چې په دې برخه کې يو ملي پوهاوى رامنځ ته شي.ښاغلي کوبيش وويل هڅه کوي چې د افغان حکومت وسلوال مخالفان هم په دې خبرو اترو کې ښکيل کړي. د نوموړي په خبره

"ملگرو ملتونه په دغو بهيرونو کې بې پرې رول لري،ملگري ملتونه هڅه کوي چې ملي پوهاوى رامنځ ته کړي چې په پايله کې يې ملي جوړجاړى راشي. دغو بهيرونو سره د مرستې په موخه موږ ډير ژر د بين الافغاني خبرو دويم پړاو پيلوو.هڅه کوو چې د بيلو ډلو،سياسي خوځښتونو،مدني جامعې استازي او هغه کسان کسان په کې ښکيل کړو چې له افغان حکومت سره وسلواله جگړه کوي.په دې سره به افغانان وکولاى شي چې د خپل راتلونکي ملي برخيلک په اړه خبرې اترې وکړي."

"موږ ډير ژر د بين الافغاني خبرو دويم پړاو پيلوو.هڅه کوو چې د بيلو ډلو،سياسي خوځښتونو،مدني جامعې استازي او هغه کسان کسان په کې ښکيل کړو چې له افغان حکومت سره وسلواله جگړه کوي"

یان کوبیش

په څرگنده ملگري ملتونه له ډيرو کلونو راهيسې هڅه کوي چې د جوړجاړې خبرې د ښکيلو افغان ډلو تر منځ وشي.

نژدي درې کاله مخکې چې په افغانستان کې ولسمشريزې ټاکنې تر سره شوې او ولسمشر حامد کرزى گټونکى وبلل شو.

هغه مهال د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړي استازي کاى ايډه له ښاغلي کرزي غوښتي وو چې د جوړجاړي بهير ته په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ځاى ورکړي،نوموړي هم ويلي وو چې د سولې خبرې بايد د افغانانو په مشرۍ تر سره شي.

خو وسلوال طالبان چې د خبرو يو لورى دى په پرلپسې ډول يې ويلي دي چې تر کومه بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي دوى به له افغان حکومت سره د خبرو پر ټغر ورټول نه شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .