معترض محصلین: د نوم د بدلون ستونزه پرځای پاتې ده

د خپريدو وخت: 09:56 گرینویچ - پنجشنبه 11 اکتوبر 2012 - 20 تله 1391

معترضو محصلانو يوې خبري غونډې ته وويل چې ستونزه لاهم پر ځاى ده.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت يوې سرچينې بې بې سي ته ويلي دي چې د حکومت د نوې پريکړې له مخه د ښوونې روزنې پوهنتون نوم د برهان الدين رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون شو.

په دې مانا چې نوى او زوړ نوم دواړه په کې خوندي شول. خو تر دې وروسته معترضو محصلانو يوې خبري غونډې ته وويل چې ستونزه لاهم پر ځاى ده.

دغه شمير محصلانو ويل چې تر دې وروسته به هم خپل سوليز لاريونونه روان ساتي او لړۍ به يې د افغانستان نورو ولايتونو ته هم غځوي.

د مترضو محصلانو استازي محمد يار يار ويلي چې د اساسي قانون له مخه ولسمشر حق نه لري چې د سميزو او ژبنيو ملحوظاتو پر بنسټ پريکړه وکړي. معترض محصلان انگيري چې دغه نومونه يوې ځانگړې ډلې ته د امتياز ورکولو مانا لري.

"د اساسي قانون له مخه ولسمشر حق نه لري چې د سميزو او ژبنيو ملحوظاتو پر بنسټ پريکړه وکړي"

محمد یار یار

نن شلمه ورځ ده چې د ښوونې روزنې د پوهنتون د نوم د بدلولو له کبله لاريونونه کيږي،او اعتراضيه غونډې جوړيږي ،اوس افغان حکومت پريکړه کړې ده چې د پوهنتون نوم به د برهان الدين رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون وي.

اړوند چارواکي انگيري دا چې په وروستي نوم کې دواړه نومه يو ځاى شوي دي نو بايد محصلان خپلو اعتراضونو ته د پاى ټکې کيږدي. خو مترضو محصلانو تر دې اعلان وروسته هم خبريالان يوې غونډې ته وربلل او دا نوم يې هم رد کړ.

د يادو شويو محصلانو استازي محمد يار يار وويل چې پنځه لس جمعه پنځه لس هماغمه ديرش کيږي،چې دوى ته د منلو وړ نه دي. ښاغلي يار د افغانستان د اساسي قانون د ۶۶مادي پر بنسټ استدلال کاوه چې گواکې ولسمشر نه شي کولاى چې د گوندي او سميزو گټو پر بنسټ پريکړه وکړي، ښاغلي يار ويل چې گنې دا پريکړه يوې ځانگړې ډلې ته د امتياز ورکولو مانا لري..

ښاغلي يار وويل معترض محصلان ولسمشر يوې رسنيزې منظارې ته بولي چې ريښتينولي پر ډاگه شي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وياند عظيم نور بخش هم بي بي سي ته پخلى کړى دى چې د نوې پريکړې له مخه د پوهنتون نوم د برهان الدين رباني د ښوونې روزنې پوهنتون شو.

شا وخوا ۲۰ ورځې مخکې د ولسمشر حامد کرزي د فرمان او د وزيرانو شورا په پریکړې سره سم د کابل د ښوونې او روزنې له پوهنتونه زړه نوم دړه يانې لوحه را ښکته کړل شوه او پوهنتون ته نوى نوم ورکړل شو چې پر وړاندې يې لسگونو معترضو محصلانو سوليز لاريونه وکړل.

خو دوه ورځې مخکې دغه سوليز بهير په تاو تريخوالي واوښت وړمه ورځ د افغانستان مشرانو جرگې هم اندېښنه ښوولې وه چې گواکې دغه لانجه ورو ورو ژبنى او سميز رنگ خپلوي مشرانو جرگې له حکومته داسې پريکړه غوښتې وه،چې هم د افغانستان له ملي گټو سره سمون وخوري او هم ستونزه هواره شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .