د ناټو پوځیانو په عملیاتو کې ملکي وګړي وژل شوي

د خپريدو وخت: 12:35 گرینویچ - جمعه 12 اکتوبر 2012 - 21 تله 1391

د غزني والي سیمې ته یو پلاوی لېږلی، چې د پېښې په اړه معلومات راټول کړي.

د غزنی د اندړو ولسوالۍ په زرین کلي کې بهرنیو ځواکونو عملیات تر سره کړي چې له امله یې یوه مېرمن او درې تنه ماشومان وژل شوي دي.

د ځايي خلکو په خبره پوځیانو د دې کورنۍ دوه غړي له ځان سره بېولي دي.

دولتي چارواکي دغه پېښه مني خو د ملکي کسانو د وژل کېدو په اړه بې خبري ښيي.

بل لور ته د غزني چارواکي وايي چې د ناټو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه تحقیقات کوي.

د غزني د والي ویاند نبي جان له بي بي سي سره نن (د اکتوبر ۱۲) په خبرو کې وویل چې په اندړو ولسوالۍ کې د عملیاتو له ځایه دوی ته په رسېدلو رپوټونو کې ویل شوي، چې یوه ښځه او درې ماشومان وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره د غزني والي سیمې ته یو پلاوی لېږلی، چې د پېښې په اړه معلومات راټول کړي. د غزني د والي ویاند وايي، چې په اندړو ولسوالۍ کې دغه عملیات یوازې بهرنیو ځواکونو تر سره کړي دي.

د نوموړي په خبره په دې عملیاتو کې ۱۰ تنه د حکومت وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي. افغان مقاماتو له دې مخکې د بهرنیو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د ملکي کسانو په وژنو سختې نیوکې کړي دي.

بل پلو هغه څلور تنه د ملي اردو عسکر چې د کنړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له خوا نیول شوي وو، نن یې مړي موندل شوي دي.

ویل شوي دغه عسکر پرون( پنجشنبه د اکتوبر ۱۱ مه) په رخصتۍ خپلو کورونو ته روان وو چې په لار کې د وسله والو مخالفینو له خوا له موټره ښکته کړای شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .