اطلاعاتو او کلتور وزارت نوې طرح جوړول رد کړل

د خپريدو وخت: 09:36 گرینویچ - جمعه 12 اکتوبر 2012 - 21 تله 1391

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين دکومې نوې طرحې جوړول رد کړل.

افغانستان کې د خپلواکو رسنيود ملاتړ بنسټ،ن- نۍ – ويلي دي چې گواکې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزيرانو شورا ته يوه داسې نوې طرحه وړاندې کړې ده،چې وايي په تصويب سره به يې پر رسنيو محدويتونه ډير شي.

د- نۍ – مشر مجيب خلوتگر خبريالانو ته د وينا پر مهال په خپلو لاسونو کې يو ليکلې طرحه لرله چې په وينا يې اطلاعاتو کلتور وزارت د رسنيو د کړنو د محدودلو په موخه وزيرانو شورا ته استولې ده.

د ښاغلي خلوتگر په وينا طرحه څلور څپرکې لري،چې په يوه کې د رسنيو لپاره عمومي معيارونه راغلي او په دويم څپرکې کې دولتي رسنيو ته لاره ټاکل شوې ،دريم څپرکې د خصوصي رسنيو معيايرونو ته ځانگړى شوى او په وروستي هغه کې خواره وارۀ معيارونه راغلي دي.

په افغانستان کې د خپلواکو رسنيو د ملاتړ بنسټ مشر وويل چې گواکې دا نوې مسوده د رسنيو او خپلواکۍ پر وړاندې د خطر زنگ دى،ښاغلي خلوتگر انديښنه لرله چې گنې د نوې مسودې په قانون کيدو سره به پر رسنيو محدوديتونه دومره ډير شي چې خلکو ته به په لږ توپير سره د وسلوالو طالبانو واکمني ور په زړه کړي.

ښاغلي خلوتگر وويل د طرحې له مخه بايد دداسې خپرونو مخه ونيول شي چې توپيريزو اورونو ته پکى وهي او ټولنيز سمون زيانمنوي.

"د رسنيو د قانون د شتوالي په حالت کې بل قانون ته اړتيا نشته"

سید مخدوم رهین

همدا راز وايي داسې څه بايد خپارۀ نه شي چې د ماشومانو پر رواني او روغتيايي حالت ناوړه اغيزه کوي،دغه راز د ملي گټو او ملي يووالي ضد خپرونې بايد ونه شي – نۍ – وايي چې ددغو اصطلاحاتو د مانا بريدونه نه دي ټاکل شوي او حکومت کولاى شي چې د خپلې خوښې مانا ترې واخلي.

خو يو شمير خبريالان چې دغې غونډې ته ورغلي وو بي بي سي ته يې وويل چې دوى د حکومت له دغه راز طرحې سره هيڅ راز ستونزې نه لري.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين ددغې راز کومې طرحې جوړول رد کړل.

ښاغلي رهين وويل چې دوى وخت پر وخت ځينې طرحې تر لاسه کوي،او دى نه پوهيږي چې د خبريالانو د ملاتړ ټولنه کومه طرحه يادوي،خو ويي ويل چې د رسنيو د قانون د شتوالي په حالت کې بل قانون ته اړتيا نشته.او نه يې وزيرانو شورا ته داسې کومه طرحه ليږلې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .