امریکا وايي د پي ار ټي په نشتوالي کې هم مرستې کوي

د خپريدو وخت: 17:12 گرینویچ - جمعه 12 اکتوبر 2012 - 21 تله 1391

تر دې مخکې امریکا ویلي و، چې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې به د پي آر ټي د ډلو کار پای ته رسیږي.

افغان حکومت اندېښنه ښيي، چې په دغه هېواد کې د پي آر ټي ډلو له وتلو وروسته، په ولایتونو کې د بیا رغونې په برخو کې د دغو ډلو د مالي مرستو ضمانت نشته .

د دغې اندېښنې په ځواب کې په کابل کې د امریکا سفارت بي بي سي ته وویل، چې د ستراتيژیک تړون له مخې، امریکا له ۲۰۱۴ زېږدیز کال وروسته د افغان حکومت ملاتړ ته ژمنه ده.

تر دې مخکې امریکا ویلي و، چې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې به د پي آر ټي د ډلو کار پای ته رسیږي.

امریکا ویلي، خپلې ولایتي بیارغونې ډلې افغان لوري ته د امنیتي مسوولیتونو له لېږد سره یو ځای تړي خو وايي خپلې مرستې به افغان لوري سره روانې ساتي.

ولایتي بیارغونې ډلې یا پي ار ټي تر ډېره د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د بیارغونې کارونه کوي خو اوس امریکا غواړي، دغه پروګرام بند کړي.

افغان حکومت د ولایتي بیارغونې ډلو تړل، چې د بهرنیو هېوادونو تر مستقیم کنټرول لاندې کار کوي، افغان حکومت ته د مسوولیتونو د لېږد د بهیر یوه برخه بولي.

ولایتي بیارغونې ډلو ته تر ډېره امریکا مالي مرسته ورکوي او تر اوسه یې میلیونونه ډالر په دې برخه کې لګولې دي.

د افغانستان د کلیو د پراختیا وزیر ویس برمک وايي، که څه هم د بیارغونې په برخه کې د امریکا د مالي مرستو د دوام هیله مندي شته، خو د دغو مرستو د دوام لپاره هېڅ ډول ضمانت نشته.

ښاغلی برمک وايي، د بیارغونې پروژې، چې د ولایتي ډلو له خوا ترسره شوي، ګټورې دي، خو د ده په وینا ښه پایله یې نه ده ورکړې.

د نوموړي په وینا د پي آرآټي وروستۍ پروژې ډېرې ګرانې او د افغان دولت له سلا مشورو پرته ترسره شوي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت چارواکو بي بي سي ته وویل، د ولایتي بیارغونې د ډلو لغوه کېدل د کابل او واشنګتن ترمنځ د ستراتیژیک همکارۍ د تړون یوه برخه ده.

په دغه تړون کې د یاد پروګرام له ختمېدو وروسته له افغانستان سره د امریکا په اقتصادي مرستو ټینګار شوی دی.

د امریکا د سفارت چارواکي وايي، د پي ار ټي بندېدل له افغان حکومت سره د مرستو د بندېدو په مانا نه دي.

تر دې مخکې ولسمشر حامد کرزي هم د ولایتي بیارغونې یا پي آرټي بنسټونه يې له افغان حکومت سره موازي ادارې بللې وې او د لغوه کېدو غوښتنه يي کړې وه، هغه غوښتنه، چې اوس يې د امریکا له خوا هرکلی شوی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .