کابل: د سوات ملاله د نننۍ پوهې اتله ده

د خپريدو وخت: 15:30 گرینویچ - جمعه 12 اکتوبر 2012 - 21 تله 1391

پر ملالې بريد د ټولې نړۍ په کچه وغندل شو.

د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت وايي د هېواد په ١٥٥٠٠ ښوونځيو کې به د شنبې په ورځ (د اکتوبر ١٣) ټول زده کوونکي د سوات د ملالې يوسفزۍ روغتيا ته دعا کوي.

د وزارت په وينا دا چاره به د ښوونې او روزنې وزير ډاکټر فاروق وردگ په کابل کې يوۀ ښوونځي ته په تگ پيلوي او وروسته به له رسنيو سره خبرې کوي.

کابل کې د ښوونې و روزنې وزارت پر ملالې يوسفزۍ بريد د دوى په وينا د علم او پوهې د دښمنانو له خوا ترسره شوى بولي.

ملاله يوسفزۍ څو ورځې وړاندې هغه مهال، چې له ښوونځي څخه د کور پر لور روانه وه د سوات په مرکز مینګوره کې د وسله والو له خوا وويشتل شوه.

پر ملالې بريد د ټولې نړۍ په کچه وغندل شو.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي دغه کار د دۀ په وينا د پوهنې، سولې، ثبات او پرمختګ د غلیمانو کرغېړن عمل وګاڼه.

د افغانستان د ښوونې و روزنې وزارت وايي:

"د پوهنې په برخه کې د ملالې یوسفزۍ اتلولي موږ او نړیوالو ته د میوند د ملالې هغه فداکاري رایادوي، چې ټول افغان ولس ته يې د ازادۍ درس ورکړ او ځان یې د تاريخ اتله کړه. د سوات ملاله هم د ننۍ پوهې اتله ده او تاریخ به یې تل نوم ژوندی ساتي."

کابل کې د ښوونې و روزنې وزارت وايي:

"د افغانستان د پوهنې نظام چې په تیرو دریو لسیزو کې يې د دې ډول ناوړه بریدونو او پیښو تر ټولو ډیر درد زغملی، تر بل هر چا ډېر پر تنکۍ ملالې د برید درد او غم احساسوي. موږ ډاډه یو، لکه څنګه چې دغه ډول شومو بریدونو زموږ د هېواد د تنکي نسل د روزنې سپیڅلی کاروان له حرکت څخه نه دی پاتې کړی، په پښتونخوا او بله هره سیمه کې به هم د پوهنې مخه ډب نه شي کړای."

د افغانستان د پوهنې وزارت پر ملالې او د افغانستان په ګډون د نړۍ په هره برخه کې پر نورو زده کوونکو برید پر انسانیت برید بولي.

دغه وزارت وايي: " موږ په ډاډ سره وایو، چې دغه ډول بریدونه په افغانستان او د پښتونخوا په ګډون ټوله سیمه کې د پوهې د پیاوړتیا په موخه د ويښتابه را ژوندی شوی احساس نه شي وژلای او لا به یې پیاوړی کړي."

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .