مدني ټولنې د معترضو محصلینو ملا وتړله

د خپريدو وخت: 10:46 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

درې اوونۍ وړاندې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ولسمشر حامد کرزي د یوه فرمان له مخې د برهان الدین رباني په نوم ونومول شو.

د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز او د کابل د څلورو پوهنتونونو یو شمیر استادانو د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د نوي نوم د مخالفو محصلینو له غوښتنو ملاتړ وکړ.

په کابل کې د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني په نوم د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د نومولو ستونزه لاهم پخپل ځای پاتې ده.

د افغانستان د مدنې ټولنې د همغږۍ مرکز د معترضو محصلینو د غوښتنو د ملاتړ ترڅنګ دولت د دې ستونزې د هوارولو مسؤول وګاڼه او اندیښنه یې وښوده که دا ستونزه هواره نه شي نو په وینا یې د دې اور لمن به نورو پوهنتونو ته هم وغزیږي.

د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز ویاند حیات الله حیات د کابل د څلورو پوهنتونونو له استادانو او محصلینو له استازو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل دغه مرکز چې د ۳۰۰ مدني بنسټونو استازیتوب کوي د معترضو محصلینو پر وړاندې د پولیسو د تیرې اوونۍ چلند غندي.

هغه له دولت څخه وغوښتل د داسې چا د نومونو له ایښودلو دې ډډه وکړي چې پردیو لاسوهنو ته لاره هواروي.

"تېره اوونۍ د معترضو محصلینو او پولیسو ترمنځ په اخ و ډب کې پولیس او محصلین ټپیان شول او پولیسو یوشمېر محصلین ونیول."

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د نوي نوم مخالفو محصلینو په استازیتوب نظیفه ناصري ګواښ وکړ که د دوی غوښتنه ونه منل شي نو د لاریونونو او اعتراضو لړۍ به د خلکو، مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو په ملاتړ وغزوي.

په دې خبري غونډه کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد محمود صافي د همدې پوهنتون په ګډون د څلورو دولتي پوهنتونو د هغو استادانو په استازیتوب چې د یاد پوهنتون له نوي نوم سره مخالف دي وویل د دې پوهنتون باید پخپل ځای پاتې شي ځکه نوې نومونې د پوهنتون فضا ګډه وډه کړې او د محصلینو ترمنځ یې جدايی رامنځته کړې .

هغه چې ویل یې د کابل د طبي پوهنتون، کابل پوهنتون او پولي تخنیک پوهنتون د یو شمیر استادانو استازیتوب هم کوي ګواښ وکړ که د دوی غوښتنه ونه منل شي نو په درسي اعتصاب به لاس پورې کړي او یا به له خپلو دندو استعفا ورکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .