اقتصادي همغږۍ ته "عالي شورا" جوړيږي

د خپريدو وخت: 17:04 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

د سوداګرۍ وزیر وايي، د تېر کال په پرتله د روان لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۲۰ سلنه پانګونه ډېره شوې ده.

افغان حکومت د اقتصادي فعالیتونو د همغږۍ په موخه د "اقتصادي عالي شورا" په نوم یوه شورا جوړوي.

دغه شورا به په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کاله وروسته، چې د ستونزو د ډېرېدو وړاندوینه په کې کیږي، د اقتصاد د ثابت پاتې کېدو هڅه کوي.

چارواکي همداراز وايي، افغانستان د نړیوالې ټولنې مالي ملاتړ له ځانه سره لري، خو ډاډ ورکوي، چې دغه هېواد به له هېڅ ډول اقتصادي ستونزو سره مخامخ نه شي.

دغه شورا به د ولسمشر حامد کرزي له خوا اداره کیږي او په جوړښت کې به يې د اقتصادي سکتورونو وزیرانو په ګډون د خصوصي برخې استازي او د اقتصاد د پوهنځيو ځينې استادان هم په کې وي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي په یوه غونډه کې، چې د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغنديوال او د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکو هم په کې برخه اخیستې وه وویل، د اقتصادي فعالیتونو همغږي کول د دغې شورا له اساسي دندو څخه ده:

"کله نا کله په کافي اندازه همغږي نه وي، د بېلګې په توګه مرکزي بانک د پیسو د پالسۍ مسوول دی، د مالیې وزارت د مالي پالسۍ مسوول دی، د سوداګرۍ وزارت مو د صنایعو او سوداګرۍ مسوول دی، خو داسې دستګاه، چې دا ټول راټول او سره همغږي کړي، نشته. له همدې کبله ولسمشر پرېکړه وکړه، چې یوه "اقتصادي عالي شورا" جوړه شي".

په دې وروستیو کې له ۲۰۱۴ کاله وروسته، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم له اقتصادي کړکیچ سره د دغه هېواد د مخامخېدو اندېښنې ډېرې شوې دي.

که څه هم افغان چارواکي دغه اندېښنې ردوي، خو د دغې شورا جوړېدل له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د اقتصاد د ثابت ساتلو یوه هڅه بولي.

ښاغلی احدي وايي، د شیکاګو او توکیو په غونډو کې د نړېوالې ټولنې د ژمنو له مخې، له ۲۰۱۴ کاله وروسته به په کال کې څلور میلیارد ډالر د افغانستان د اقتصاد د ودې لپاره ورکول کیږي.

ښاغلی احدي ډاډ څرګندوي، چې افغانستان به له هېڅ ډول اقتصادي ستونزې سره مخامخ نه شي او همداراز به په کال کې شپږ سلنه اقتصادي وده ولري.

"خپلو هېوادواولو ته ډاډ ورکړو، چې زموږ اقتصاد کمزوری نه دی، بلکې ثابت دی. هغه وړاندوینې چې نړیوالو هم کړي، چې په راتلونکې کې به مو په کال کې اقتصاد شپږ سلنه وده وکړي ډېرې ښې دي".

د سوداګرۍ وزیر وویل، د تېر کال په پرتله د روان لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۲۰ سلنه پانګونه ډېره شوې ده.

په افغانستان کې د تېر کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۳۸۰ میلیون ډالر پانګونه شوې وه او د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې دغه پانګونه ۴۶۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .