د ګوزڼ پر ضد درې ورځنی کمپاین پيليږي

د خپريدو وخت: 17:06 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

دغه واکسین هغو ماشومانو ته ورکول کیږي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ټیټ وي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ (اکتوبر/۱۴ مه) په ټول افغانستان کې د ګوزڼ پر ضد درې ورځنی سرا سري کمپاین پیلوي.

د چارواکو په وینا دغه کمپاین به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شا وخوا دوه میلیون ماشومانو ته ورکړل شي.

افغانستان تر نایجریا او پاکستان وروسته په نړۍ کې دریم هېواد دی، چې سږکال په کې د پولیو ډېرې پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کوزڼ درې ورځینی کمپاین د دغه وزارت او د نړۍ د روغتیا سازمان، یونیسف او د ځینو نورو مرسته کوونکو سازمانونو په مرسته په ټول هېواد کې پیلېدونکې دی.

دغه واکسین هغو ماشومانو ته ورکول کیږي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ټیټ وي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې په افغانستان کې د ګوزڼ ۸۰ سلنه پېښې په سوېلي ولایتونو کې موندل شوي دي.

اړوند چارواکي هم مني، چې د نا امنیو له کبله په یادو شویو سیمو کې د پولیو ضد کمپاینونه په سمه توګه نه ترسره کیږي، خو د عامې روغتیا وزارت ویاند کنشکا ترکستانی وايي، دا ځل د خلکو په مرسته هڅه کوي، چې د ګوزڼ ضد کمپاین په نا امنو سیمو کې هم پلی کړي.

افغانستان تر نایجریا او پاکستان وروسته د نړۍ درېیم هېواد دی، چې سږ کال په کې د ګوزڼ ډېرې پېښې ثبت شوي دي.

په دې وروستیو کې د شتمن بېل ګېټس بنسټ، چې د نړۍ په کچه د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي په برخه کې تر پنځوس سلنې ډېرملاتړ کوي، له افغانستان سره منلې، چې د پولیو ضد بهیر ملاتړ به پیاوړی کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .