افغانستان کې د وژنې تورن برتانوي عسکر محاکمه کېږي

د خپريدو وخت: 14:20 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391

دفاع وزير فليپ هاموند له بي بي سي سره په خبرو کې د دغو نيونو د رسمي تاييد تر څنگ وويل چې د جگړې له مقرراتو سرغړونه نه زغمل کېږي.

د برتانيا دفاع وزارت وايي په قتل پنځه رسما" تورن شوي سمندري پوځيان به په بند کې پاتې وي.

دفاع وزارت وايي پنځه سمندري پوځيان د هغې پېښې پر سر چې پر ٢٠١١ کال په افغانستان کې پېښه شوې، رسما" په قتل تورن شوي دي.

يوه وياند وويل چې په قتل تورن عسکر تر هغو چې محکمې ته وړاندې شي، په بند کې ساتل کېږي. خو له نورو توضيحاتو يې ډډه وکړه.

ټاکل شوې ده د پلټنو پاتې چاره قاضي بروس هولډر چې د پوځيانو د جرمونو د خپلواکې څارنوالۍ مشر دى، پر مخ بوځي.

اټکل دا دى چې تورن سمندري پوځيان په حربي ديوان کې محاکمه شي.

پوځي پوليسو یکشنبه سهار (اکتوبر/۱۴ مه) دوه نور سمندري عسکر هم ونيول.

اووه يې د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر/۱۱ مه) نيولي وو او په دې ډول د ټولو شمېر نهو ته و رسېد.

د بي بي سي خبريال جانتن بيل وايي چې تر نيمايي ډېر يې اوس رسما" په وژنه تورن شوي دي:

"له دغو نهو څخه پنځه يې اوس د پوځيانو د خپلواکې څارنوالۍ له خوا په رسمي ډول په قتل تورن شوي، څلور يې تر نورو پلټنو پورې له تور پرته خوشې شوي دي".

دا سمندري عسکر د تېرې اوونۍ په پاى کې تر هغه وروسته ونيول شول چې وايي د برتانيا عادي پوليسو د يوه عسکر په کوچني کمپيوټر کې يو ويډيويي فلم وموند.

له دغو نهو څخه پنځه يې اوس د پوځيانو د خپلواکې څارنوالۍ له خوا په رسمي ډول په قتل تورن شوي.

دا پېښه د ٢٠١١ کال په وروستيو کې په افغانستان کې د حکومت له يوه مخالف وسله وال سره په نښتې پورې اړه لري.

دغه مهال د سمندري ځواک درېيمه کوماندو لوا، په هلمند کې ځاى پر ځاى وه.

ظاهرا" له مخالف وسله وال سره تر نښتې وروسته د وژنې پېښه رامنځ ته شوې ده، خو دفاع وزارت مخکې ويلي و چې د ولسي وژنو خبره په منځ کې نه ده.

دفاع وزير فليپ هاموند له بي بي سي سره په خبرو کې د دغو نيونو د رسمي تاييد تر څنگ وويل چې د جگړې له مقرراتو سرغړونه نه زغمل کېږي:

"زه د دې قضيې پر ځانگړتياوو خبرې نه شم کولى. ضمنا" غواړم يادونه وکړم چې دا پېښه تېر کال شوې وه او هغوى بېرته برتانيا ته راستانه شوي او اوس په افغانستان کې نه دي. موږ کلک هوډ لرو چې د جگړې مقررات سم پلي شي او هر ډول سرغړونه به د پوځي عدالت له مخې پلټل کېږي او دا هماغه کار دى چې همدا اوس پېښېږي."

ويل کېږي دا لومړى ځل دى چې برتانوي ځواکونه په افغانستان کې د پوځي ماموريت پر مهال په دې ډول وژنو تورنېږي.

د سمندري ځواک درېيمه کوماندو لوا د تېر کال له اپرېل نه تر اکټوبره پورې شپږ مياشتې په هلمند کې دېره وه او په دې موده کې يې اووه غړي وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .