د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان څرګندونې وغندلې

د خپريدو وخت: 17:54 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د یوه سیاستوال وروستۍ څرګندونې په سختو ټکو وغندلې او ويلي يې دي چې دغه څرګندونې د افغانستان د خلکو په وړاندې د بد نیت ښکارندويي کوي.

د پاکستان د کرېکټ د پخواني لوبغاړي او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له قوله ویل شوي چې په افغانستان کې د نړیوال ځواکونو پر وړاندې جګړه د ازادۍ جګړه ده او د ازادۍ لپاره جګړه جهاد دی.

د افغانستان د بهرینو چارو وزارت وايي د عمران خان دغه څرګندونې د ترهګرۍ او په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه د هغه بې خبري ښيي.

د عمران خان د څرګندونو په اړه د علماو شورا هم سخت غبرګون ښودلی و خو د افغانستان د بهرینو چارو وزارت غبرګون د افغان حکومت لومړی رسمي غبرګون دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي په یوه خبري غونډه کې د عمران خان وروستۍ څرګندونې په سختو ټکو وغندلې.

"د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل وار د افغانستان په اړه د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان څرګندونې په سختو ټکو غندي او ردوي يې. د ښاغلي عمران خان دا څرګندونې د ترهګریزو بریدونو او تاوتریخوالي د جرړو په اړه چې په افغانستان کې دوام لري د هغه له خطره ډکه بې خبري او یا د افغانستان په اړه د هغه د بد نیت ښکارندويي کوي".

یوه ورځ وړاندې د افغانستان د علماو شورا د عمران خان د څرګندونو په اړه غبرګون وښود او هغه یې یوه استخباراتي توطیه وبلله.

عمران خان په پاکستان کې د کرېکټ وتلی لوبغاړی چې اوس یې سیاست ته مخه کړې او له ۱۹۹۶ کال راهیسې د تحریک انصاف ګوند مشر دی او د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ يې د پاکستان د ملي شورا غړیتوب درلود.

هغه څرګندونې چې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د عمران له قوله ویل شوي، ښاغلي خان د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې د پارلماني ټاکنو په درشل کې کړې دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .