"د تخار پوهنتون ځمکه غصب شوې ده"

د خپريدو وخت: 12:06 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391

د تخار پوهنتون مشر محبوب الله محبوب هم بي بي سي ته وويل چې په رښتيا هم د پوهنتون ځمکه لاندې شوې ده.

ځمکې لاندې کول په افغانستان کې يوه ستره ستونزه ده، په تېرو لسيزو کې يو شمېر زورواکانو نه يوازې داچې شخصي ځمکې لاندې کړي ، بلکې سلگونه زره جريبه حکومتي ځمکه هم لاندې شوې ده،خو دادى اوس جوته شوه چې د پوهنتونو ځمکه هم خوندې نه ده پاتې.

په ولسي جرگه کې د تخار ولايت استازي سيد اکرام معصومي د جرگې په غونډه کې وويل چې د يوۀ ودانيز شرکت څښتن پر هغه ځمکه خيټه اچولې،چې د شرعي سندونو له مخه د پوهنتون شتمني ده. نوموړي جرګې ته وویل"د تخار ولايت د پوهنتون ځمکه هم د غاصبانو لاسونو ته پريوتې ده، له يوۀ مهاله هلته د پوهنتون د ساحې په منځ کې يوه ودانيز شرکت ځاى پر ځاى شوى او د ملکيت ادعا يې کړې ده، په داسې حال کې چې د تخار پوهنتون د دغې ځمکې شرعي سندونه لري، دا سندونه د برهان الدين رباني د واکمنۍ پر مهال بشپړ شوي دي،خو له بده مرغه يو شمېر کسانو د خپلو شخصي گټو په موخه پر دغه ځمکه خيټه اچولې ده، زما غوښتنه له ولسي جرگې داده چې امنيتي او نورو اړوندو بنسټونو ته دنده وسپاري چې دا ځمکه بيرته راوگرځوي."

د ولسي جرگې مشر عبد الروف ابراهيمې د استازو تر خبرو اوريدو وروسته ددې ستونزې د هواري لپاره هغه کيسمون ته راپور ورکول اړين وبلل چې د لاندې شويو ځمکو د ارزونې په موخه د افغان حکومت له خوا جوړ شوى دى"ډير ښه دا ځانگړې کميسون خو هم په ځانگړي ډول د همدې لپاره منځ ته راغلى دى چې په زور نيول شوې ځمکې وارزوي."

بله غاړه د تخار پوهنتون مشر محبوب الله حامد هم بي بي سي ته وويل چې په رښتيا هم د پوهنتون ځمکه لاندې شوې ده.

ښاغلي حامد ونه منله چې گواکې د ځمکې لاندې کونکى يو ځواکمن زور واکى دى،خو دا يې وويل چې دوو تنو پخوانيو واليانو سيد اکرام معصومي او عبد الجبار تقوا په وخت کې دا ستونزه هواره نه شوه ، خوهيله من و چې ځمکه به تر لاسه کړي ځکه چې وايي دوى په دې برخه کې شرعي سندونه لري.

د تخار پوهنتون ته يو زر اته سوه او څلويښت جريبه ځمکه ځانگړې شوې چې لاهم په کې ودانۍ نه دي جوړې شوې او محصلان په نورو ټولگيو کې زده کړه کوي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د دغه پوهنتون د ودانۍ جوړولو لپاره پنځه ميلونه ډالر هم ځانگړي کړي دي او هغه هم په داسې حالت کې چې د ځمکې لانجه نه ده هواره شوې.

تخار پوهنتون د افغانستان په شمال کې تر مزار شريف پوهنتون راوروسته لوى پوهنتون بلل کيږي چې درې زره محصلان او يو سلو څلور تنه ښوونکي لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .