ولايتي بيا رغوونکي ټيمونه بنديږي

د خپريدو وخت: 15:56 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391

ډومېنېک ميډلي وويل افغان ځواکونه دا مهال پياوړي شوي.

په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو ملکي استازي وياند ډومېنېک ميډلي د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر/ ١٥مه) وويل په ټولو ولايتونو کې به د ولايتي بيارغوونکو ټيمونو يا پي ار ټي چارې له افغان حکومت سره په سلا مشوره وتړي او چارې به يې ولايتي افغان چارواکي پر مخ وړي.

په کابل کې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ښاغلي ميډلي وويل په دې اړه يې له افغان حکومت سره سلا کړې او له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته، دوى په خپلواک ډول پراختيايي او پرمختيايي چارې نه شي ترسره کولى.

خو د ناټو دغه چارواکي وويل چې له ٢٠١٤ وروسته د نړيوالې ټولنې له خوا په پراختيايي او پرمختيايي چارو کې ژمنې شوي او په افغانستان کې به د بيارغونې کارونه همداسې چټک روان وي.

ډومېنېک ميډلي زياته کړه چې افغان ځواکونه دا مهال پياوړي شوي او ناټو ډاډه ده چې د خپل هېواد امنيت به په ښه ډول وساتلى شي او له ٢٠١٤ کال وروسته به هم دوى د روزنې اوسمبالښت په برخه کې ورسره مرسته کوي.

ولسمشر حامد کرزي په تېرو کلونو کې څو ځلې پر ولايتي بيارغوونکو ټيمونو نيوکې کړې وې او له افغان ادارو سره يې موازي ادارې بللې وې.

خو په افغانستان کې ځينو خلکو د پي ار ټي کارونه اغېزمن بلل او ويل يې د وړو بيا رغوونکو چارو لپاره يې هڅې د ستاينې وړ وې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .