ملي امنیت وايي پر کابل ښار د بریدونو طراح یې نیولی

د خپريدو وخت: 08:48 گرینویچ - چارشنبه 17 اکتوبر 2012 - 26 تله 1391
کابل کې د مخکنیو نیول شوو عکس ګورﺉ

ملي امنيت ويلي دي چې د ډله یيزو بريدونو دغه طراح په کابل ښار کې په گوتو ورغلى دى.

د افغانستان ملي امنيت بنسټ ويلي دي چې نيول شوى تورن کس له نژدې يوې مياشتې راهيسې دداسې لارو چارو په لټولو بوخت و،چې پر بنسټ يې په کابل کې همغږي ډله یيز بريدونه وشي.

د ياد شوي بنسټ يوۀ وياند شفيق الله طاهري وويل تورن کس هوډ درلود چې د افغانستان پر ملي شورا، کورنيو چارو وزارت او کابل هوايي ډگر همغږي ډله یيز وسله وال بريدونه سنبال کړي،خو په وينا يې نوموړې د بريدونو تر سنبالولو مخکې ونيول شو:

''د دريو ډله یيزو بريدونو طراح او سنبالوونکى، چې پر ملي شورا، کابل هوايي ډگر، او کورنيو چارو وزارت يې بريدونه کول غوښتل د ملي امينت بنسټ د کارکوونکو له خوا ونیول شو.''

د ښاغلي طاهري په وينا، نيول شوي تورن کس گواکې د لوگر د عينکو د مسو په سيمه د کان کندنې چينايي کارکوونکي هم گواښلي وو.

جندالله

د ملي امينت چارواکي وايي د يو لړ جلا عملياتو په ترڅ کې يې د تاجکستان دوه تنه استوگن هم نيولي دي چې په وينا يې د جندالله ډلې غړي دي او د ترهگرو کړنو په موخه افغانستان ته راغلي وو.

ملي امنيت وايي دغه کسان د کرښې د بلې غاړې له ميرانشاه ښار نه د جعلي پېژندپاڼو يانې تذکرو په مرسته خوست ولايت ته را اوښتي وو، وروسته کابل ته راغلي وو او په وينا يې غوښتل يې چې له پلازمېنې د کاپيسا تگاب ولسوالۍ ته د ترهگرو کړنو لپاره لاړ شي، چې وايي د لارې په اوږدو کې د څرخي پله په تنگي کې ونيول شول.

ملي امنيت وايي چې تورنو کسانو ددغو کړنو منښته کړې ده، خو نه ده څرگنده چې دغه وړ اعترافونه به د پلټنو په څه وړ چاپېريال کې شوې وي.

نژدې شپږ مياشتې مخکې د ازبکستان د اسلامي غورځنگ يو غړى هم ددغه هېواد په تخار ولايت کې د امنيتي ځواکونو گوتو ته ورغلى و، پر ياد شوي کس تور و چې گواکې د افغانستان په شمال کې يې ځانمرگي بريدگر روزل.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .