سعودي په افغان جوړجاړي کې د مرستې ژمنه وکړه

د خپريدو وخت: 05:29 گرینویچ - چارشنبه 17 اکتوبر 2012 - 26 تله 1391

پخوا سعودي دې چارې ته ټټر وهلى و خو شرط يې دا اېښى و چې وسله وال طالبان به له القاعدې څخه خپله لاره بېلوي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو تر منځ د جوړجاړي د خبرو لپاره د باور د چاپيريال په جوړولو بوخت دي، اړوند چارواکي وايي چې د باور لپاره افغانستان وړانديز کړى چې افغانستان، سعودي عربستان او پاکستان بايد دې په دې بهير کې ښکېل شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي قاضي محمد امين وقاد بي بي سي ته وويل چې سعودي پخوا مشروطې مرستې ته ټټر وهلى و خو اوس يې ويلي دي چې له خپل پخواني شرط نه تير شوى دى چې هغه د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو او القاعده تر منځ د بيلتون کرښه راښکل وو:

''پخوا سعودي خپله مرسته مقيده کړې وه ويل يې طالبان دې اعلان وکړي چې له القاعدې سره هېڅ راز اړيکي نه لري، خو له دې خبرې تېر شو، او چمتووالى يې وښود چې د سعودي، افغانستان او پاکستان ترمنځ بايد يو گډ پوهاوې رامنځ ته شي،بيا دې دغه پوهاوى د باور د رامنځ ته کولو لپاره وکارول شي چې له وسله والو مخالفانو سره خبرو ته لاره هواره شي چې په سر کې يې وسلوال طالبان او د کويټې شورا راځي.''

خو د سياسي چارو شنونکى وحيد مژده وايي چې ښايي طالبان د سعودي پر ځاى د قطر بهير ته ارزښت ورکړي.

ښاغلى مژده ډير هيله من نه دى چې دومره ژردې د سعودي په منځگړتوب د جوجاړي کارنده خبرې پيل شي.

د سولې عالي شورا د سعودي د بهير په اړه وايي چې ددغې تگلارې له مخه به د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر له خپل ملگري پلاوي سره يادو شويو هېوادونو ته سفر کوي.

د باور چاپېریال

په دويم پړاو کې به ددرې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو سياسي مرستيال جرگه کېږي او د باور د چاپېريال د رامنځ ته کولو په موخه به خپل اندونه يو له بل سره شريکوي، او بيا به ددواړو هېوادونو د بهرنيو چارو ويزران سره غونډي.

وروسته به د يادو شويو هېوادونو ولسمشران سره يوه ناسته ولري، چې په پاى کې به ددغه گډ پوهاوي په رڼا کې له وسله والو مخالفانو سره د جوجاړي د خبرو پيلولو هڅه کوي.

د سولې عالي شورا وايي چې دوى د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو د مشرتابه وېشل نه غواړي او هيله يې داده چې د ټولو مخالفو ډلو په استازيتوب يوازې يوه ډله رامخکې شي، وايي که داسې وشي خبرې به راټولې او ستونزې به لږې وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .