''د طبعي پېښو په مخنیوي کې د افغانانو لاسنیوی وکړﺉ''

د خپريدو وخت: 12:22 گرینویچ - چارشنبه 17 اکتوبر 2012 - 26 تله 1391

واورې ښوېدو، سېلاوونو او د ځمکې ښووېدو پېښو تېر کال په افغانستان کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې يوه يې په بدخشان کې د واورې ښووېدو پېښه وه چې له امله يې بشپړ کلی لاندې شو.

د طبعي پېښو پر وړاندې افغان اداره له نړېوالو د تخنيکي وسایلو غوښتنه پر داسې مهال کوي چې تېر کال د طبعي پېښو له امله په افغانستان کې لسګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پېښو د اغېزو د کمښت پر نړېوالې ورځې د پېښو پر وړاندې افغان ادارې وويل د زلزلې، ځمک ښووېدنې او واورې ښووېدو د مخنيوي په مقابل کې وسايل نه لري او همدا د مرګ ژوبلې د زياتېدو لوی لامل دی.

افغان حکومت ته د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې وړانديز دا دی هغو کسانو ته چې کلي او کورونه يې د طبعي پېښو له جدي ګواښوونو سره مخامخ دي دولتي ځمکې دې ورکړل شي.

د دغې ادارې مشر محمد دايم کاکړ: ''کله چې د ژمي په اړه غږېږو موږ يو شمېر ولايتونه لرو چې هغه د واورې ښووېدو او ورپسې د سېلاو له خطر سره مخامخ دي. موږ دا وړانديز کوو چې دغه کسان بايد له دې ځايه يوه بل ځای ته ولېږدول شي. که چېرته دغه کسان سل په سلو کې د سېلاو، واورې ښووېدو او ځمکې ښووېدو تر خطر لاندې وي دولتي ځمکې زياتې دي، دوی ته ورکړل شي.''

ژمۍ چې په يو شمېر هېوادو کې د هوساينې موسم بلل کېږي په افغانستان کې له بشري ناورينونو سره مل وي. په دغه موسم کې له مرکز سره د لرې پرتو ولايتونو ځمکنۍ اړيکې پرې کېږي، چې د خوراکي توکو او درملو رسول ستونزمنوي.

د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر محمد دايم کاکړ پر نړېوالو مرستندويانو او افغان وزارتونو غږ وکړ چې د ژمي له رارسېدو مخکې مخکې خوراکي او غېر خوراکي توکي هغو سيمو ته ورسوي چې لارې يې په ژمي کې تړل کېږي.

"د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې دغه لاسته راوړنې د ولسي جرګې د قناعت وړ نه وې او جرګه والو آن له طبعي پېښو سره د مبارزې د کمېټې د مشر محمد کريم خليلي د استعفی غوښتنه کوله."

په وروستيو کلو کې په خپلو کارو کې د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د کمېټې پاتې راتلو خلک او د ولسي جرګې استازي په غوصه کړي او جرګې نن د دغې ادارې چارواکي د استجواب لپاره وربللي وو.

د ولسي جرګې يو شمېر غړو د پېښو پر وړاندې د مبارزې پر ادارې له دې امله نيوکې کړي چې ګواکې د مرستو لويه برخه يې د افغانستان په شمال او مرکزي ولايتونو ورټولې دي.

خو د دغې ادارې چارواکو ویل دوی هغو سيمو ته لومړيتوب ورکوي چې تر نورو ډېرې اغېزمنې وي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مرستيال اسلم سياس وويل ژمني ته د چمتووالي په لړ کې يې ۹۰ ميليونه افغانۍ د هېواد ۳۴ ولايتونو ته ورکړي او زرګونه ټنه غنم او خوراکي توکي يې په هغو لرې پرتو سيمو کې زېرمه کړي چې په ژمي کې يې لارې تړل کېږي.

خو د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې دغه لاسته راوړنې د ولسي جرګې د قناعت وړ نه وې او جرګه والو آن له طبعي پېښو سره د مبارزې د کمېټې د مشر محمد کريم خليلي د استعفی غوښتنه کوله.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .